Thursday, May 15, 2014

دوهم ځلي انتخابات به دډاکتر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ دجوزا په ۲۴مه کېږي -- دافغانستان دانتخاباتو خپلواک کمیسیون نن اعلان وکړ چې دحمل دشپاړسمې نېټې د انتخاباتو نهايي پایلې اعلان کړې چې پر اساس یې هیڅ کاندید پنځوس فیصده جمع یو نه دی ترلاسه کړی او انتخابات دوهم پړاو ته تللي دي. -- دانتخاباتو دخپلواک کمیسیون رييس احمد یوسف نورستاني تر ټاکلي وخت یو ساعت وروسته د انتخاباتو پایلې اعلان کړې. -- دانتخاباتو خپلواک کمیسیون ريیس یوسف نورستاني وویل چې دوهم ځلي انتخابات به د جوزا په څلرویشتمه د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ کېږي. -- ښاغلي نورستاني ومنله چې دحمل دشپاړسمې نېټې په انتخاباتو کې نیمګړتیاوې وې خو دوی به هڅه وکړي چې په دوهم ځلي انتخاباتو کې، چې دجوزا په ۲۴ کېږي، نیمګړتیاوې تکرار نه شي. -- ده وویل، ددې لپاره چې یو شمېر اسناد او وسایل په راکټي برید کې سوځېدلي، ۵۸ ولسوالیو ته د هوا له لارې لوژیستیکي وسایل باید ورسېږي، د یو شمېر نورو کارکوونکو د روزلو او کاندیدانو ته کافي وخت ورکړای شي دوهم ځلي انتخابات د جوزا د ۷ پر ځای په ۲۴ نېټه کېږي. -- یوسف نورستاني وویل چې عبدالله عبدالله ۴۵ فیصده رایې ترلاسه کړي. ورپسې اشرف غني احمدزي ۳۱ اعشاریه ۶ فیصده رایې ګټلي دي. -- ده دزلمي رسول درایو فیصدي ۱۱ اعشاریه ۴ او د عبدالرب رسول سیاف د رایو فیصدي ۷ اعشاریه صفر وبلله. -- ورپسې دقطب الدین هلال، ګل آغا شیرزي، داوود سلطانزوی او هدایت امین ارسلا نومونه دي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home