Sunday, May 11, 2014

نیویارک ټایمز: هیڅ تضمین نشته چې زلمی رسول دې دخپلو پلویانو رایې عبدالله ته یوسي --- نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې له عبدالله عبدالله سره د زلمي رسول د یوځای کېدو په اړه لیکلي چې زلمی رسول د حمل دشپاړسمې نېټې په انتخاباتو کې درېم ځای درلود او له عبدالله عبدالله سره یوځای دواړو ۵۵ فیصده رایې ګټلې وې خو هیڅ تضمین نشته چې هغه کسان چې زلمي رسول ته یې رایې ورکړې وې، په دوهم ځلي انتخاباتو کې عبدالله ته رایې ورکړي. -- نیویارک ټایمز ورځپاڼه په عین حال کې وايي چې عبدالله عبدالله او ځیني شناندي اندېښنه لري چې په دوهم پړاو انتخاباتو کې به پراخې درغلۍ وشي او دا خطر هم شته چې وسله وال طالبان یې لږترلږه په هغو سیمو کې ګډوډ کړي چې دوی په کې نفوذ لري. ورځپاڼه وايي، ددې لپاره چې طالبان دحمل په شپاړسمه په لومړي پړاو کې دانتخاباتو په ګډوډولو کې پاتې راغلل، خپلې هلې ځلې به دوه برابره زیاتې کړي چې رای ورکوونکي وبېروي. -- ورځپاڼه وايي چې دانتخاباتو دخپلواک کمیسیون له وروستۍ شمېرې سره سم عبدالله عبدالله ته ټولټال ۴۴ فیصده، اشرف غني احمدزي ته ۳۳ او زلمي رسول ته ۱۱ فیصده رایې اچول شوي دي. دانتخاباتو خپلواک کمیسیون لا نهايي نتیجې نه دي اعلان کړي خو ټاکل شوې ده چې د ثور په ۲۴ مه یې اعلان کړي. -- نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي چې ښاغلی عبدالله اندېښنه لري چې په دوهم پړاو انتخاباتو کې ناامني او درغلي ممکن جدي ستونزې پېښې کړي خو ډاکتر غني بیا بیا تاکید کړی چې له اساسي قانون سره سم دوهم ځلي انتخاباتو ته اړتیا شته. ورځپاڼه لیکي، ځیني مبصران باور لري چې دافغانستان دوهم پړاو انتخابات به په قومي بنیاد وي چې دا به ښاغلي غني ته، چې پښتون دی، ګټه ورسوي ځکه چې پښتانه دشمیر له پلوه په اکثریت کې دي. -- نیویارک ټایمز زیاتوي، ښاغلی عبدالله دتاجکانو استازی دی خو ددواړو کاندیدانو مرستیالان دمختلفو قومونو استازیتوب کوي. زلمي رسول له عبدالله عبدالله سره دیوځای کېدو په مناسبت په غونډه کې وویل چې عبدالله عبدالله دده پخوانی همکار دی، له ډېرې مودې راهیسي یې پېژني او له یو بل سره یې ښه همکاري کړې ده. -- رسول همداراز وویل:«زموږ هڅه دا ده چې دافغانستان په خلکو کې دقومي درز مخه ونیسو.» زلمی رسول په خټه پښتون دی خو پښتو یې نه ده زده. نیویارک ټایمز وايي، عبدالله عبدالله او پلویان یې استدلال کوي چې له دوی سره دزلمي رسول له یوځای کېدو سره دوهم ځلي انتخاباتو ته اړتیا نشته ځکه چې ددواړو رایې تر پنځوس فیصدو اوړي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home