Saturday, April 12, 2014

حمید ګل وايي: بېنظیر راته وویل چې جلال اباد ونیسئ --- د پاکستان د آی ایس آی پخوانی مشر متقاعد جنرال حمید ګل په یوه تازه مرکه کې د یو شمېر اعترافونو ترڅنګ د افغانستان د راتلونکې په اړه وړاندوینې کړي دي. -- ده د پاکستان یوه خصوصي تلویزیون ته په مرکه کې وویل:« په ۱۹۸۹ میلادي کال بېنظیر بوټو راته وویل چې جلال اباد ونیسئ خو ما ورته وویل چې دا زموږ پالیسي نه ده، موږ پر کابل یوازې فشار راوړو.» --- حمید ګل، چې د افغانانو په منځ کې ډېر بد نام دی، دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د پاکستان د پوخ د هماغه وخت لوی درستیز اسلم بېک اعتراف وکړ چې بېنظیر بوټو د پاکستان پوځ ته ویلي و چې جلال اباد ونیسي او د پاکستان بیرغ پکې نصب کړي. -- حمید ګل په دې مرکه کې، چې پاکستاني ورځپاڼو خپره کړې ده، د افغانستان په اړه وویل:« د افغانستان ټولې ډلې به په خپل منځ کې یووالی راولي، د افغانستان له انتخاباتو وروسته که هرڅوک واک ته ورسېده له امریکا سره به دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي، شورا به راوبولي چې د ټولو افغان ډلو استازي پکې برخه ولري ځکه چې درستې افغان ډلې جهادي افکار لري.» -- حمید ګل ادعا وکړه چې طالبانو قصداً نه غوښتل چې د افغانستان انتخابات ګډوډ کړي او حملې پرې وکړي کنې طالبانو حتي په کابل کې هم انتخابات ګډوډولی شوای. -- د متقاعد جنرال حمید ګل په وینا په افغانستان کې انتخابات د یوې معاملې په نتیجه کې وشول او که جوړجاړی نه وای شوی انتخابات نه شوای کېدای. -- د پاکستان د آی ایس آی دغه پخواني مشر په عین حال کې وویل چې د امریکایانو له وتلو وروسته به ژر په افغانستان کې د طالبانو حکومت جوړ شي. -- ده همداراز وویل چې د طالبانو د حکومت د جوړېدو هدف یوازې افغانستان ته د ملا عمر بېرته ستندا نه ده بلکې د شریعت بېرته ستنېدا ده. -- حمید ګل وویل چې د افغانانو یوه ځانګړتیا دا ده چې په خپل منځ کې جنګېږي خو په عین حال کې له یو بل سره اړیکې هم ساتي، دوی به ژر یوه ملي شورا وروبولي او دا شورا به د جرګې په نوم نه یادوي. -- ده همداراز وویل چې د امریکا له لوري په افغانستان کې جوړ شوی نظام به کاملاً ختم شي. --د حمید ګل اشاره هغه وضیعت ته وه چې د نجیب الله د رژیم له پرزېدو وروسته په افغانستان کې رامنځته شو. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home