Monday, April 07, 2014

تردې دمه احمدزي تر نیمايي زیاتې رایې ګټلي --- دولسمشرۍ دانتخاباتو له لس فیصده شمېرل شویو رایو سره سم تقریباً نیمايي ډاکتر اشرف غني احمدزي ترلاسه کړي او پاتې ۶ نورو کاندیدانو ته په برخه شوي دي. درایو شمېرنه دوام لري او هره شېبه دکاندیدانو درایو په فیصدي کې بدلون راتلای شي. لکه چې وویل شول، دانتخاباتو په پایلو کې هره شېبه بدلون راځي. دتېرې شپې تر پایه پوري داشرف غني احمدزي رایې ۴۰۶۵۲۳ ته ورسېدې. دعبدالله عبدالله رایې تر ۳ لکو یو څه واوښتې. --- اوس دعبدالله عبدالله دټولو رایو شمېر ۳۰۳۶۶۷ دی. دزلمي رسول درایو شمېر ۵۸۸۶۳، دقطب الدین هلال ۸۹۹۲، دګل آغا شېرزي ۲۹۶۳، دعبدالرب رسول سیاف ۳۳۸۸۳ او دهدایت امین ارسلا ۲۸۵ دی. پردې اساس داشرف غني احمدزي درایو فیصدي اوس (ددوشنبې دسهار تر ۸ بجو پوري) ۵۳ ده. دعبدالله عبدالله عبدالله دټولو رایو فیصدي ۳۵ او ورپسې دزلمي رسول ۷ اعشاریه صفر ده. -- نن به دیو شمېر نورو ولایتونو درایو پایلې هم څرګندې شي او ګومان کېږي چې دانتخاباتو خپلواک کمیسیون هم ابتدايي پایلې اعلان کړي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home