Sunday, April 06, 2014

اوباما افغانانو ته د ټاکنو مبارکي ويلې ده --- امريکا ولسمشر بارک اوباما وويل له راتلونکي افغان حکومت سره به د دوه اړخيز درناوي او دوه اړخيزې حساب ورکونې پر بنسټ کار وکړي. -- ښاغلي اوباما د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه ټاکنې د افغانستان د دموکراتيکې راتلونکې د شونې کېدو په لاره کې خورا مهم ګام بللی. -- اوباما په ټاکنو کې د پراخې ونډې اخيستو له امله افغانان، امنيتي ځواکونه او ټاکنيز چارواکي وستايل. -- ده زياته کړه چې دغه ټاکنې د واک د سوله ييز لېږد په برخه کې خورا ستر ګام دی، چې د ده په وينا په ترڅ کې يې افغانان په داسې حال کې چې متحد ايالتونه او ملاتړي يې په تدريجي ډول له افغانستان نه وځي د خپل هېواد د چارو مسووليت په لاس کې اخلي. -- امريکايي ولسمشر د افغانستان د دموکراتيکې راتلونکې او د بهرنۍ مرستې د دوام لپاره د دغو ټاکنو ترسره کول اړين وبلل او هیله يې څرګنده کړه چې اړوندې ادارې به خپلې دندې ترسره کړې او پايلې به اعلان کړي. -- خبرپاڼه زياتوي چې متحد ايالتونه به د يوه خپلواک باثباته يو موټي او دموکراتيک افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړي. -- افغانستان د امريکا له متحد ايالتونو سره ستراتيژيک تړون لري او اوس هڅه دا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ امنيتي تړون هم لاسليک شي -- که څه هم په کابل کې جوړې شوې مشورتي جرګې له امريکا سره د امنتي تړون لاسليکولو ته مثبته رايه ورکړې، خو ولسمشر حامد کرزي د دغه تړون د لاسلکېدو لپاره ځينې شرطونه وړاندې کړل. -- د ده مهم شرطونه په افغانستان کې د امنيت راوستل، د افغان ځواکونو تجهيزول او د سولې د خبرو پيلېدل دي. --اوس ښايي دغه تړون د افغانستان له نوي حکومت سره لاسليک شي. - BBC, at: http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/04/140406_as_election_reaction.shtml

0 Comments:

Post a Comment

<< Home