Tuesday, April 29, 2014

دافغانستان په ختيځ کې دپاکستاني پوځيانو په نويو راکټي بريدونوکې څلور تنه ټپيان شول -- د افغانستان په ځينو ختيځو سيمو کې د پاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه هماغه شان دوام لري -- تيره شپه د دغو بريدونو په بهير کې په نورستان اوکونړکې يوه ښځه يو سپين ږيرى او دوه تنه کوچني ماشومان ټپيان شول -- تيره شپه او نن سهار د کونړ ، پکتيکا او نورستان دولايتونو په ځينوسيمو د ډيورند له کرښې اخوا څخه په لسګونو توغول شوي توغندي لګيدلي دي . -- د افغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل ددغو بريدونو په بهير کې تيره شپه دنورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کې داستوګنې په دوو کورونو او دډيورند کرښې ته څيرمه په کونړ کې په يوې سيمې توغندي لګيدلي دي چې دغه پيښه د يوې ښځې ديوه سپين ږيرى او دوو تنو کوچنيو ماشومانو دټپي کيدو سبب شوه . -- په دغو بريدونوکې د ډيورند کرښې ته څيرمه دپکتيکا ، کونړ او دنورستان دولايتونو په ځينوسيمو په لسګونو توغندي لګيدلي دي . -- دافغانستان په ختيځ دپاکستاني پوځيانو بريدونه درې کاله مخکې دوري په مياشت کې پيل شول او تراوسه پورې دپخوا په شان دوام لري . -- ددغو راکټي بريدونو قربانيان او ټپيان ملکي وګړي او دسيمې اوسيدونکي دي .-- پاکستاني پوځي او ديپلوماتيکي مقاماتو تراوسه پورې زموږ په هيواد دخپلو دغو يو اړخيزو راکټي بريدونو علتونه نه دي روښانه کړي .-- دپاکستان پوځيانو دغو يو اړخيزو راکټي بريدونو تراوسه پورې دافغانستان ددولت او دبشر دحقوقو اودمدني ټولنې دبنسټونو غبرګونونه راپارولي دي خو دغو غبرګونونو مثبتې نتيجې نه دي ورکړي . - باختر

0 Comments:

Post a Comment

<< Home