Saturday, April 26, 2014

دقربانيانو کورنۍ: جنايتکاران بايد محاکمه سي --- دثور داوومې او اتمې نیټې دقربانیانو کورنۍ په کابل کې دیوې غونډې په ترڅ کې په دغو نیټو دجنگي جنایتونو دعاملینو دمحاکمې غوښتونکې شول. دغو کسانو وویل چې په دغو نیټو په افغانستان کې «هولناک ناورینونه» رامنځ ته شول. ویل کیږي چې دثور پر اوومه او اتمه نېټه په افغانستان تر انقلاب وروسته په زرونو افغانان په بیلابیلو نومونو ورک شول. ددغو قربانیانو کورنیو په کابل دورکو شوو کسانو ښخولو نمایشي مراسمه تر سره کړل. -- دقربانیانو دکورنۍ یوه غړې طاهره، وایي چې دکمونيستي نظام پر وخت افغانانو ټول وخت دعا کوله چې په هیواد کې یې یو اسلامی حکومت رامنځ ته شي. خو دهغې په خبره کله چې په افغانستان کې دمجاهدینو حکومت واک ته ورسید، نو افغانانو بیا د ژوند تر ټولو بدي ورځي تجربه کړي. «هغه عام وژني چې ما پخپلو سترگو لیدلي دي، لوی جنایتونه ول. داسې یوه ورځ باید را ورسیږي چې په خپله خلک دخپلو شهیدانو او قربانیانو دویني قیمت له جنایتکارانو څخه وغواړي.» په دغه غونډه کې د هر قرباني کورنۍ دهغه دانځور مخې ته ددرناوي ددود له مخې گلان کښېښودل. -- اوس په افغانستان کې دډیرو کسانو په منځ کې دثور اوومه نېټه یوه توره ورځ گڼل کیږي. په دې ورځ دکمونیزم پلوي گوندونه په افغانستان کې دیوې کودتا په پایله کې واک ته ورسیدل او ویل کیږي چې ډیر شمیر کسان چې دهغوی مخالف ول، یې ووژل. له بلې خوا بیا په افغانستان کې دثور اتمه نېټه پر کمیونیزم باندي دمجاهدینو دبریا دورځې په توگه لمانځل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې ډیر شمېر عادي افغانان دغه ورځ هم نه لمانځي، ځکه دافغانستان پر کمونیستي حکومت باندي دمجاهدینو تر بریا وروسته، په دې هیواد کې کورنۍ جگړه پیل شوه. -- ډیر شمیر عادي افغانان هم د ثور اوومه او هم اتمه نېټه د افغانستان په تاریخ کې دوې توري ورځي گڼي چې له کبله یې د هغوی په خبره ډېرو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. طاهره وایي چې تر اوسه پوري په افغانستان کې داسې یو نظام نه دی حاکم شوی چې وکولای شي عدالت تطبیق کړي: «له بده مرغه چي دولسمشر کرزي حکومت په دې توانیدلي نه دی چې دغو مسایلو ته توجه وکړي. یوازي د افغانستان عادي خلک کولای شي دخپلو عزیزانو غچ واخلي.» ددغو دوو ورځو د قربانیانو دکورنۍ یو غړی مختار احمد، وایي: «دهغه وخت رژیم او دپخواني شوروي اتحاد ملگرو یې په نیمه شپه کې زموږ پر کور باندي برید وکړ او زموږ دکورنۍ پنځه غړي یې له ځان سره بوتلل. څو ساعته وروسته له یوې محکمې پرته په ډیر ظالمانه توگه په پلچرخي زندان کې هغوی ووژل شول.» -- دقربانیانو دکورنۍ غړو یوه اعلامیه خپره کړه چې په هغه کې یې د «ملي مصالحې دقانون» دلغو کیدو غوښتنه وکړه. دغه قانون چې دافغانستان دپارلمان له خوا تصویب شوی دی، پکښې ټول هغه کسان له قانوني تعقيبه خلاص دي چې په تیرو درو لسیزو کې یې جنایتونه ترسره کړي دي. په دې اعلامیه کې هم له حکومت څخه غوښتل شوي دي چې د«منازعې دترسیم رپوټ» خپور کړي. دغه رپوټ د افغانستان دبشري حقونو خپلواک کمیسیون له خوا جوړ شوی دی. په رپوټ کي ټول هغه جنایتونه انځور شوي دي چې دکمونيستي حکومتونو، مجاهدینو او طالبانو له خوا ترسره شوي دي. په دې اعلامیه کې دغه راز دافغانستان له راتلونکې حکومت څخه غوښتل شوي دي چې په جنگي جنایتونو تورن کسان په لوړو پوستونو کې مقرر نه کړي. - دویچه ویلی

0 Comments:

Post a Comment

<< Home