Friday, April 18, 2014

حامد کرزى: د ټاکنو وروستۍ پايلې دې په خپل وخت اعلان شي --- کابل: جمهور رئیس حامد کرزی وایی د تاکنو وروستۍ پایلې دې په خپل وخت اعلان شئ . -- جمهور رئیس زیاتوی، په انتخاباتو کې د هیوادوالو پراخ ګډون وښووله چې د افغانستان په خلکو کې پر خپل ځان د اعتماد روحیه خورا پیاوړې ده او زموږ خلک بشپړه وړتیا لري چې خپل ځان، خپل کور او خپل هیواد د نن ورځې له غوښتنو سره برابر جوړ او بسیا کړي. -- اوس چې زموږ په هیواد کې د څښتن تعالی په استعانت او زموږ د خلکو په هر اړخیزه همکارۍ د جمهوري ریاست او ولایتي شوراوو د انتخاباتو لومړۍ او اساسي مرحله په موفقیت سرته ورسیدله، زموږ ټولو دا هڅه ده چې د دې انتخاباتو نور مراحل هم په بري سرته ورسیږي.--- خویندو او ورڼو!: زموږ د انتخاباتو بله مرحله د رایو شمیرل، د شکایاتو ثبتول او څیړل دي. د انتخاباتو مستقل کمیسیون او د انتخاباتي شکایاتو کمیسیون د دې مرحلې چارې هم پیل کړي او په بیړه روانې دي. - امید دی چې د انتخاباتو نهایي نتایج خلکو ته په ټاکل شوی وخت اعلان شي. او نوی جمهوررییس له نوي حکومت سره د هیواد د ترقۍ، آرامۍ، سولې او سوکالۍ لپاره لا زیات بریالي ګامونه پرمخ واخلي. -- د انتخاباتو مستقل کمیسیون او د انتخاباتي شکایاتو له کمیسیون څخه زموږ هیوادوال دا هیله لري چې د انتخاباتي پروسې پاتې مراحل هم له قانون سره سم، مستقل او شفاف وي، څو د خلکو اراده تمثیل شي. --- درنو هیوادوالو! موږ ټول باور لرو چې زموږ محترم کاندیدان به هم د ولس رایو ته په احترام د انتخاباتو مشروع نتایج ومني، څو هیواد د ثبات، اعتماد او ولسواکۍ یو بل روښانه پړاو ته داخل شي. نوي انتخاب شوی جمهور رئیس به د افغانستان د ټولو خلکو جمهور رئیس وي او ګران افغانستان به د ملي وفاق تر سیوري لاندې لا آباد او بسیا شي . - گران افغانستان

0 Comments:

Post a Comment

<< Home