Monday, April 14, 2014

د افغانستان حکومت د اغا جان معتصم بې درکي تایید کړه --- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د یوه مشر اغا جان معتصم بې درکه کېدا تایید کړه. -- تر دې مخکې ځینو رسنیو ویلي و چې اغا جان معتصم بې درکه شوی دی خو د رسنیو د ادعاوو په اړه رسمي سرچینو څه نه و ویلي. -- د افغانستان د بهرنیو چارو وازت ویندوی شکیب مستغني نن په یوه خبري غونډه کې تایید کړه چې مولوي معتصم بې درکه شوی او د افغانستان حکومت په دې اړه د متحده عربي اماراتو له حکومت سره خبرې پیل کړي دي. -- اغا جان معتصم د طالبانو له لوري د افغانستان د سولې د عالي شورا له غړیو سره په وروستیو کې په دوبۍ کې خبرې وکړې او ټاکل شوې وه چې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې دوام وکړي. -- سره له دې چې د طالبانو یوه ویاند د افغانستان د سولې له عالي شورا سره د مولوي معتصم خبرې د طالبانو له تحریکه سره بې ارتباطه بللي دي خو ویل شوي چې اغا جان معتصم یو شمېر مهم طالب مشران او قومندانان په ځان راټول کړي دي. -- د ده یو پلوی طالب مشر مولوي ثاقب په پېښور کې ترور شو. -- مولوي معتصم د طالبانو په منځ کې یو متعدل شخصیت دی چې د خبرو له لارې د افغانستان د لانجې د حل کولو غوښتونکی دی او باور لري چې که افغانان د بهرنیو په تېره بیا ګاونډیو له اغېزه خلاص شي په خپل منځ کې روغه کولی شي. -- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ښاغلي مستغني وویل:«د افغانستان حکومت هڅه کوي چې د ښاغلي معتصم د برخلیک د څرګندېدو په هکله د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره تماسونه زیات کړي.» -- ځینو سرچینو ویلي چې اغا جان معتصم په داسي حال کې چې له یوې بهرنۍ خبریالې سره یې په خپل هوټل کې مرکه کوله د ناپېژندل شویو کسانو له لوري نیول شوی او بل ځای ته بېول شوی دی خو د متحده عربي اماراتو په پولیسي حکومت کې له دولتي ځواکونو او پولیسو پرته ګومان نه کېږي چې بل څوک دې داسي کار وکړای شي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home