Sunday, April 13, 2014

په کومو ولایتونو کې رایې نه دي شمېرل شوي او څوک په کوم ولایت کې وړاندې دی --- تاند - د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې د ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، نیمروز، بادغیس، نورستان، وردک او لغمان ولایتونو هیڅ رایه یې نه ده ګڼلې. -- تراوسه پوري تر ټولو ډېرې رایې د دایکنډي شمېرل شوي چې پنځوس زرو ته رسېږي. تر ټولو لږ رایې د فاریاب شمېرل شوي چې شاوخوا زرو ته رسېږي. --- تر دې مخکې ویل شوي و چې د بدخشان، بغلان، غور، نورستان، دایکنډي، پکتیکا، وردک، غزني هغه ولایتونه یاد شوي و چې رایې یې نه دي شمېرل شوي. --- باور نه شي کېدای چې اشرف غني احمدزی دې په پنجشېر کې، زلمی رسول دې په جوزجان کې او عبدالله عبدالله دې په کندوز کې د رایو د شمېر له پلوه تر نورو مخکښ پاتې شي. -- له همدې کبله هماغه راز چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس یوسف نورستاني وویل د انتخاباتو وروستۍ پایلې ښايي له هغه څه سره چې نن اعلان شوې، ډېر توپیر ولري. -- د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور ویلي چې د ثور تر څلورمې پوري به هره ورځ په خپله ویبپاڼه کې شمېرل شوې رایې اعلانوي. --- په دې خبر کې ذکر شوې شمېرې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له ویبپاڼې څخه اخیستل شوي. د کمیسیون د ویبپاڼې په شمېرو کې پر له پسې بدلون راځي. مثلاً د خبر د خپرېدو په مهال د فاریاب ۱۰۰۰ رایې شمېرل شوې وې خو اوس ۲۸ زره شمېرل شوي دي. بادغس مخکې صفر و خو اوس د دغه ولایت ۱۰ زره رایې شمېرل شوي ښودل کېږي. همداراز په پنجشېر کې اشرف غني وړاندې ښودل شوی و خو اوس عبدالله عبدالله وړاندې دی --- د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون نن د ۲۶ ولایتونو د ۱۰ فیصده شمېرل شویو رایې نتیجه اعلان کړه. کمیسیون د لاندې ولایتونو رایې شمېرلي دي - More, at: http://www.taand.com/archives/23309

0 Comments:

Post a Comment

<< Home