Thursday, April 24, 2014

کابل کې د روغتون ساتونکي درې بهرنیان وژلي --- د افغانستان پلازمېنې کابل 'کیور' په نامه یوه خصوصي روغتون کې یوه ساتونکي پر بهرنیانو ډزې کړې، چې درې بهرنيان په کې وژل شوي او د روغتیا برخه کې یوه بهرنۍ کارکوونکې ټپي شوې ده. -- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، برید د پنجشنبې پر ورځ (غویی څلورمه) شاوخوا لس بجې د روغتون د یوه امنیتي کس له خوا شوی دی. -- دغه وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، برید کوونکی د امنیتي سرتېرو له خوا نیول شوی دی. -- خو تر اوسه د برید د انګیزې او لامل په اړه څه نه دي ویل شوي. -- کیور روغتون د کابل په لوېديځ کې د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان پر سړک پروت دی. -- کیور نړیوال روغتون له ۲۰۰۵ کال راهیسې کابل کې فعالیت پیل کړی دی. -- دغه روغتون هر کال شاوخوا د ۸۰۰۰ ناروغانو درملنه کوي او د بېلابېلو ډاکټرانو او نرسانو لپاره د زیږون، پلاستیکي جراحۍ او ارتوپیدي برخو کې روزنیز پروګرامونه چمتو کوي. -- وروستیو میاشتو کې افغانستان کې مرګوني بریدونه شوي. - BBC

0 Comments:

Post a Comment

<< Home