Thursday, April 17, 2014

یونس قانوني وايي هڅه کوي چې د ملي مشارکت حکومت جوړ شي --- تاند - د ولسمشر کرزي لومړی مرستیال یونس قانوني، چې د ډاکتر عبدالله عبدالله په انتخاباتي ټیم کې شامل دی، وايي د دې لپاره چې هیڅ کاندید د ماتې احساس ونه کړي، ټولو ته به په راتلونکي حکومت کې ونډه ورکړای شي. -- ښاغلي قانوني ټینګار کړی، هڅې کېږي چې د انتخاباتو د پایلو له اعلانه وروسته کاندیدان تفاهم او جوړجاړي ته ورسېږي. -- ښاغلي قانوني په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګروملتو له خاص استازي یان کوبیش سره په کتنه کې وویل:«موږ هڅه کوو چې د انتخاباتو د پایلو له اعلانه وروسته په راتلونکي حکومت کې د تفاهم په نتیجه کې د ولسمشرۍ د ټولو کاندیدانو ګډون ممکن شي او په هغه کې څوک ماته او ناکامي احساس نه کړي.» --- د ښاغلي قانوني دا څرګندونې د ډاکتر اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم له مخالفت سره مخامخ شوې. -- د ښاغلي غني د انتخاباتي کمېټې یوه ویندوی او غړي صدیق پتمن وویل چې د حکومت دا ډول «فرمایشونه» د منلو نه دي. -- پتمن زیاته کړه:«د افغانستان د حکومت دنده دا ده چې انتخابات وکړي او پایلې یې په شفاف ډول اعلان کړي، هر کاندید چې انتخابات وګټل په خپله به پرېکړه وکړي چې څه باید وکړي.» --- خو د عبدالله عبدالله انتخاباتي کمېټې د یونس قانوني له څرګندونو سره موافقه وښوده. -- د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم غړي مجیب الرحمن رحیمي 1 تلویزیون ته وویل:«خلکو ته زموږ ډاډ دا دی چې زموږ حکومت به انحصاري نه وي او د افغانستان د ودانولو لپاره به ټول استعدادونه پکې شامل وي.» --- د ولسي جرګې ځینو غړیو هم د یونس قانوني پر څرګندونو متفاوت غبرګونونه وښودل. -- د دایکنډي وکیل اسد الله سعادتي، چې ویل کېږي د ډاکتر غني ملاتړ کوي، وویل چې د اوسني حکومت په غوښتنه د مشارکتي حکومت جوړول ښايي مثبت کار نه وي او که داسي وشي پر انتخاباتو به د خلکو باور ختم شي. -- خو د ولسي جرګې یوه بل غړي میرداد نجرابي، چې عبدالله عبدالله ته تمایل لري، وویل چې که مشارکت د لیاقت او مسلکي توب پر اساس وي ورسره موافق دی

0 Comments:

Post a Comment

<< Home