Wednesday, February 19, 2014

دامریکا غږ - اشرف غني: اجماع، اجماع او اجماع --- دافغانستان دجمهوري ریاست دا کاندید وایي هیواد یې دملوک الطوایفۍ له گواښ سره مخامخ دی، خو امریکا په کې لاس نه لري. دجمهوري ریاست کاندید اشرف غني احمدزی دامریکا غږ دآشنا رادیو تلویزون سره په مرکه کې د خپلې انتخاباتي تگلارې لومړیتوبونه څرگند کړل او دامریکا غږ دفیسبوک دگډونوالو یو شمیر پوښتنې یې ځواب کړې. دښاغلي غني په باور په اوسني وخت کې افغانستان ددریو اساسي آزمونونو سره مخامخ دی: دسیاسي اجماع نشتوالی، دامنیتي اجماع نشتوالی او داقتصادي اجماع نشتوالی. -- دجمهوري ریاست دغه کاندید په لومړي بحث کې وویل چې دپراخې سیاسي اجماع درامنځ ته کیدو لپاره په واکمنۍ کې دم‍شارکت او گډون په اصل ټینگار کوي. هغه مشارکت چې ښاغلی احمد زی پرې باور لري، مشخص سیاسي سرحد نه لري. -- ".. دڅو تیرو لسیزو په ترڅ کې څو جذباتي شخصیتونه رامنځ ته شول. شهید مسعود، ځانگړې جذبه درلوده او په عین وخت کې یې زیات مخالفین هم درلودل. ښاغلی مزاري، زمونږ دهزاره وروڼو په منځ کې. ښاغلی حکمتیار، په اسلامي گوند کې. ملاصاحب محمد عمر دطالبانو په منځ کې. او جنرال دوستم. دغه شخصیتونه یوه ټولنیزه پایگاه لري. خلکو جنرال دوستم دیو مطرح سیاسي شخص په توگه منلی. زه نشم کولای چې دنفی کولو معیارونه رامنځ ته کړم." -- دښاغلي احمدزي امنیتي اجماع پر دوو سیاسي او پوځي اصلونو ولاړه ده. دجمهوري ریاست ددې کاندید په باور امنیت، په زور نه ټینگیږي خو ثبات دسیاسي فعالیتونو په نتیجه کې رامنځ ته کیدای شي. ښاغلي احمدزي وویل: "منبر او ارگ باید په یو اړخ کې ولاړ وي چې امنیت تامین شي. په لومړۍ اونۍ کې مونږ دپوځ اعلی سرقومانداني جوړوو او دهغې له لارې به هره اونۍ امنیتي رپوټ وړاندې کوو چې پولیس څه کوي، پوځ څه کوي او ملي امنیت څه کوي." -- ددې کاندید اقتصادي اجماع دهیواد داقتصادي نظام عصري کیدل دي. ښاغلی غني احمدزی وایي په کال کې دوه سوه زرو افغانانو ته به په خلیج او دختیځې آسیا په هیوادونو کې دکارکولو زمینه برابره کړي او دمافیایي اقتصاد او دکورونو دکړکیچ سره دمبارزې له لارې به ټولیزه سوکالي بهتره کړي. - More

0 Comments:

Post a Comment

<< Home