Tuesday, February 18, 2014

دجزا دقانون په مسوده کې داصلاح امر --- افغان ولسمشر حامد کرزي دجزا دقانون په نوې مسوده کې دبدلون راوستلو امر کړی دی. دغه خبره دهغه ویاند ایمل فیضي، ددوشنبې په ورځ کړې ده. ولسمشر دغه گام دنړیوالې ټولنې دیو لړ نیوکو وروسته اخیستی دی. داسوشیتد پرېس خبري آژانس دافغان ولسمشر دویاند ایمل فیضي، له قوله ددوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال دفبروري ۱۷مه) خبر ورکړی دی چې ولسمشر دجزا په نوي قانون کې دبدلون راوستلو امر کړی دی. ولسمشر دا گام دنړیوالې ټولنې دهغه خبرادري وروسته اخلي چې ویلي وو دغه نوی قانون دکورني تاوتریخوالي دقربانیانو دحقوقو دخوندي ساتنې په برخه کې محدودیتونه رامنځ ته کوي او «عدالت نه تأمینوي.» -- دافغانستان پارلمان دجزایي قانون یو نوی طرزالعمل تصویب کړ چې له مخې یې دتورنو کسانو پر ضد دیوې کورنۍ دغړو شهادت مخنیوی کوي. په داسې حال کې چې دغه نوی قانون دولسمشر کرزي لاسلیکیدو ته په انتظار وو، دافغانستان دبشري حقونو یو شمیر ټولنو او دافغانستان نړیوالو متحدینو، لکه امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې په دې اړه خپلې جدي انديښنې څرگندې کړې. هغوی وایي: کله چې په یوه جنایي قضیه کې یوازيني شاهدان دکورنۍ خپل غړي وي او دشاهدۍ اجازه ونه لري، نو دغه قانون به عملا دښځو پر وړاندې دتاوتریخوالي دپيښو پلټنې محدودې کړي. -- دحامد کرزي ویاند ایمل فیضي، ویلي دي چې ولسمشر له انتقادونو او رپوټونو څخه «په ښه توگه» خبر وو او ددوشنبې دورځې دکابینې په غونډه کې یې پریکړه وکړه چې دغه قانون باید بدلون ومومي. ښاغلي فیضي له نوموړي خبري آژانس سره په مرکه کې زیاته کړې ده: «موږ به ددغه نوي قانون دنافذیدو امر تر هغې پورې ور نه کړو، تر څو په هغې کې اړین بدلونونه نه وي شوي.» -- ایمل فیضي په خپلو خبرو کې پر دې خبره ټینگار کړی دی کله چې دعدلیې وزارت تصمیم ونیسي چې څرنگه ددغه قانون په متن کې اصلاحات راولي، دغه قانون به روښانه شي. ایمل فیضي زیاته کړې ده: «دا قانون به ددې مانع نه شي، چې کوم یو خپلوان او یا دکورنۍ غړي دیو بل پر ضد گواهي ورکړي. دا پریکړه به په هغوی پورې اړه ولري. هغوی به په دې برخه کې آزادي ولري.» - More, دویچه ویلی

0 Comments:

Post a Comment

<< Home