Monday, February 17, 2014

نادر نعیم: دولسمشر مشروعیت شفافیت ټاکي --- دجمهوري ریاست کاندید محمد نادر نعیم وایي په انتخاباتو کې دافغانستان دولس پراخ گډون او ددې پروسې شفافیت دراتلوونکي ولسمشر مشروعیت ټاکي. دانتخاباتو په وړاندې دښاغلي نادر نعیم ستره اندیښنه امنیتي ستونزې او په ټولټاکنو کې ددرغلۍ مسله ده. هغه وایي هیله من دی چې دانتخاباتو پروسه داسې پرمخ ولاړه شي چې افغانستان واقعا یو مشروع ولسمشر ولري چې ټول خلک پرې باور وکړي. -- محمد نادر نعیم وایي ځان یو افغان شموله شخص گڼي، پلرونه او نیکونه یې افغان شموله شخصیتونه وو او پاملرنه یې دافغانستان ټول ملت او خلکو ته ده. هغه زیاتوي چې: « یوه ډیره مهمه موضوع زما لپاره ملي وحدت دی، ملي وحدت هغه څوک راوړی شي چې غیږ یې ټولو خلکو ته پرانستی وي، نو ځکه زه دافغانستان له ټولو سیمو څخه هیله لرم چې ماته رایه راکړي.» -- دآشنا تلویزیون دفیس بوک دیو مینه وال دپوښتنې په ځواب کې چې آیا تاسې تر ډیره حده دظاهر شاه ارمانونه پرمخ بیایي یا دسردار محمد داود خان؟ ښاغلی نعیم وایي: «تاسې ته باید عرض کړم چې دواړه شخصیتونه ماته ډیر محترم دي، زه فکر کوم چې دملت دبابا اعلحضرت محمد ظاهرشاه څلویښت کلنه واکمني په افغانستان کې یو آرام وخت و، سوله وه او افغانستان دپرمختیا په لور روان و، البته دشهید داود خان په وخت کې هغه ستر پلانونه درلودل او افغانستان په لږه موده کې زیات پرمختگ وکړ، ډیر ښه پلانونه یې درلودل چې دافغانستان خلک نن هم د هغې یادونه کوي او حتی وایي هغه پلانونه چې هغه درلودل تر اوسه هم نه دي پلي شوي.» -- ښاغلی نادر نعیم زیاتوي: «دخلکو نظر دادی چې هغه دوره دمدیریت دوره وه او اوسنۍ دوره دراپور ورکولو دوره ده چې همدا یې توپیر دی.» دښاغلي کرزي ددولس کلنې دورې په هکله محمد نادر نعیم وایي، دولسمشر کرزي دوره په دوه برخو ویشل کیدای شي یوه یې دافغانستان دکړکیچن حالت څخه درایستلو دوره چې باید دزیات بدلون دراوستلو توقع ونه لرو خو دهغه په اند په وروستۍ دوره کې طلایي فرصتونه له لاسه ووتل او دستونزو او کړکیچ سم مدیریت ونه شو، نو دهغه په اند: «کیدای شول دوهمه دوره بهتره وای.» - More, دامریکا غږ

0 Comments:

Post a Comment

<< Home