Wednesday, February 05, 2014

زرداد شینواری -- نورستان قومونو د تمیم نورستانی په ملاتړ غونډه وکړه --- د نورستان د ټولو ولسوالیو یو شمیر قومی مشرانو دینی عالمانو او ځوانانو په ننګرهار کی د تمیم نورستانی په ملاتړ ستره غونډه وکړه. -- یادو قومی مشرانو رسنیو ته د یو کنفرانس په ترڅ کی د افغان دولت هغه وروستۍ پریکړه وغندله چی په ترڅ کی یی د نورستان والی او یو شمیر نورو مشرانو دندی ځنډول شوی وي. -- نوموړی قومی مشران وایی چی که چیری افغان دولت خپله وروستۍ پریکړه وانخلي دوی به په ټاکنو کی برخه وانخلی. -- د دغو قومی مشرانو په خبره په نورستان کی دوی ته غنم رسیدلي او دوی پری په خپلو سیمو کی کلیوالی پروژی جوړی کړي. -- یادو قومی مشرانو وویل چی یاد ولایت کی ټول قومونه د نورستان پر والی تمیم نورستاني ټول دی -- دوی به چاته اجازه ور نکړي چی قومونو تر منځ نفاق رامنځته کړي . --- د یادولو وړ ده چي په دی ورستیو کی افغان دولت د نورستان والی تمیم نورستانی د طبیعی پیښو په وړاندی د مبارزی مشر افاق بریالي او د کلیو پراختیا رئیس دندی له دی امله ځنډولي چی ګواکی له نورستان سره په شویو شاوخوا ۳۰۰۰ ټنه عنم مرسته شوي عنمو کی درغلي شوي. --- More, at: http://www.youtube.com/watch?v=8vNiNK86n2Q&feature=youtu.be

0 Comments:

Post a Comment

<< Home