Tuesday, February 04, 2014

قیوم کرزی:فدرالي نظام دفغانستان لپاره ناسم نظام دی --- د افغانسان دولسمشري‌ټاکنو ته کاندید قیوم خان کرزی وايي چې دم ګړی افغانستان دفدرالي‌نظام لپاره تیار نه دی . نوموړی وايي چې فدرالي نظام په امریکا کې شتون لري او دهغوی لپاره ښه نظام دی ،خو دا چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزي دي ، جنګ جګړې او نالوستي زیاته ده ،دم ګړی افغانستان دفدرالي نظام لپاره ناسم نظام دی، د ده په وینا په افغانستان کې فدرالي نظام په دې معنا تعریف سوی چې خدای مکړه افغانستان دماتېدو له ګواښ سره مخامخ کوي . -- د قیوم کرزي په عقیده ولسوالیو ،کلیو او ښارونو ته واک او اختیار ورکول نوري لاري ‌هم لري خو دا هرڅه دیوه قوي ‌حکومت په چوکاټ پوري تړاو لري . -- هم داراز قیوم کرزی په افغانستان کې د اداري فساد په وړاندي دمبارزې لپاره هم یوه طرحه وړاندي‌کړه . دمعاشاتو لوړول ، وړکسانو ته کار سپارل او کاري زمینې برابرول د درسنیو په مرسته د فساد پرضد مبارزه او د قانون عملي کول هغه څه دي ‌چې افغانستان له فساد څخه ژغورلای شي . -- دا خبري د افغانستان ولسمشري ته کاندید قیوم کرزي د تلو ټلویزون په یوه مناظره کې وکړې . هغه وویل چې افغانستان د جګړې له بدمرغي سره سره داداري فساد له ناوړه بدمرغي سره هم لاس او ګریوان دی چې دولسي وګړو ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی . نوموړی وايي چې که ولس رایه ورکړه او دی ولسمشر شو ددې ستونزو دحل لپاره یې ښه نسخه موندلې ده . -- قیوم کرزی په دې باور دی چې که چېرته د مامور معاش لوړ وي هغه په اساني د خپل ضیر پلورلو ته نه اماده کېږي . دی وايي چې خلکو ته باید د کار زمینه برابره شي او ځکه یې هڅه داده چې دحکومت لویه برخه به یې پر اقتصادي پلو راڅرخي‌. قیوم کرزی په افغانستان کې په جګړه کې ښکیل اکثره کسان هم داقتصاد له پلوه مجبوره ګڼي چې جګړې ته یې مخه کړې ده -- د سولي پروسه او دسولي‌په تړاو هره خبره کول ښاغلی کرزی دافغانانو بری غواړي او وايي چې بری په سوله کې دی . دی وايي چې دکرزي دحکومت له پیل نه یې په سوله یزو هڅو لاس پوري کړی دی او لا هم دا لړۍ روانه ده . -- قیوم کرزی وايي چې ښځي دافغانستان او عزتمند قشر دی او کولای شي چې دده دحکومت په دوران کې په هره برخه کې کار وکړي . --نوموړی وايي چې تر بریالیتوب وروسته به ښځو ته دوړو – وړو پورونو او کمپنیو په جوړولو کې پوره اقدامات وکړي . -- هغه وايي چې په افغانستان کې تر ټولو اول سولي او امنیت ته کار کول دي ،وروسته اقتصاد او پرمختګ دافغانانو تقدیر بدلولای شي . - خبریال ډاټ کام

0 Comments:

Post a Comment

<< Home