Monday, February 03, 2014

تميم نورستاني د ولايت نه د ليري کيدو راپورونه رد کړل --- وروسته له دي چې د ځينو رسنيو له لوري خبر خپور سو چې ګني د نورستان والي تميم نورستانى له دندي ګوښه سوى ور سره سم د نورستان والي دا خبر رد کړى دى. -- هغه وويل چې داسې کومه خبره نسته ولي ځيني سياسي مخالفين دي چې غواړي په خپلو تبليغاتو سره خپلي ناوړي ګټي پورته کوي. -- ده وويل چې تر دي بريده پوري داسې هيڅ ورته نه دي رسيدلي چې له مخي يې دى د کليو او پراختيا ريس او نور له دندي ګوښه سوي دي. -- په خپاره سوي راپور کې ويل سوي دي چې ګني د نورستان والي، د کليو او پراختيا ريس او ځيني نور مهم کسان له دندو ګوښه سوي دي. -- دغه راپور له دي وروسته خپور سوى چې د نورستان ولايت دوګړيو لپاره يو زيات شمېر غنم ورکول سوي ول چې هغه بيا د د نورستان د والي له لوري پلورل سوي دي. -- تر اوسه دا په ډاګه نه ده چې څومره غنم د نورستان والي خرڅ کړي دي ولي د ارګ نه يوي سرچيني ويلي دي چې د نورستان د والي او د دي ولايت د نورو چارواکو په تړاو نن بيړنۍ غونډه جوړه سوي ول او د هغوى د ليري کيدو پريکړه سوي. - خبریال ډاټ کام

0 Comments:

Post a Comment

<< Home