Thursday, January 09, 2014

امریکا د بګرام د ۷۲ بندیانو پر خوشي کېدو اندېښنه ښکاره کړه --- د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د حکومت له لوري د بګرام د ۷۲ بندیانو، چې واشنګټن یې خطرناک بولي، د خوشي کېدو پر پرېکړې اندېښنه څرګنده کړه. -- د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن په ارګ کې په عدلي او قضايي غونډه کې ولسمشر کرزي ته په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د بګرام د محبس د ۸۸ بندیانو د دوسیې له څېړلو وروسته ورته څرګنده شوه چې ۴۵ تنه یې هیڅ راز جرمي شواهد نه لري، د ۴۵ تنو نورو په اړه یوازې عادي اطلاع موجوده ده خو ۱۶ تنه یې هغه بندیان دي چې د هیواد په امنیتي ادارو کې د هغوی په اړه د جرم اسناد موجود دي. - پر دې اساس به له ۱۶ بندیانو پرته پاتې ۷۲ بندیان خوشي شي. -- غونډې ته د بګرام په زندان کې د هغو ۸۸ تنو بندیانو په اړه چې د بګرام د بندیانو د دوسیو د بیاکتنې بورد او امریکا ترمنځ یې د سبرخلیک په باب د نظر اختلاف موجود دی، د ملي امنیت د لوی ریاست د سرپرست انجنیر رحمت الله نبیل لخوا راپور وړاندې شو. -- د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندویې جین ساکي (Jen Psaki) د افغانستان د حکومت د پرېکړې له اعلانېدو وروسته نن وویل:«دا ۷۲ تنه بندیان خطرناک جنایتکاران دي چې له تروریستو جنایتکارانو سره د دوی د اړیکو او د سړک د غاړې په بمي چاودنو کې د دوی د لاس لرلو په اړه موږ کره او کلک شواهد لرو.» -- اغلې ساکي د هغو سلګونو نورو بندیانو په اړه څه ونه ویل چې په کلونو– کلونو په بګرام بند کې ساتل شوي ول او دوی د هغوی د توقیفولو په اړه هیڅ راز شواهد او اسناد نه لرل - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home