Wednesday, January 08, 2014

سعودي عربستان په خپله خاوره کې طالبانو ته د دفتر د پرانستلو لپاره له پاکستانه مرسته غوښتې --- د پاکستان یوې ورځپاڼې د دغه هیواد د چارواکو په قول وویل چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د اسلام اباد په وروستي سفر کې له پاکستانه غوښتي چې په سعودي کې د طالبانو لپاره د دفتر په پرانستلو کې مرسته وکړي. -- نوای وقت ورځپاڼې پرون /چهارشنبه/ د پاکستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر اعزاز احمد چودري له خولې لیکلي چې په همدې لړ کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم ژر اسلام اباد ته ورشي. -- ښاغلي چودري وویل، ټاکل شوې ده چې سعودي عربستان، پاکستان او امریکا ډېر ژر د طالبانو د دفتر د پرانستلو او نورو سیمه ییزو چارو په تېره بیا د افغانستان د حالاتو په اړه له یو بل سره خبرې وکړي او په دې برخه کې جوړجاړي وکړي. -- د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل، چې د خپل هیواد د پاچا ملک عبدالله یو خاص پیغام یې د پاکستان ولسمشر ته وسپاره، پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې افغانستان له یوې خورا سختې مرحلې د تېرېدو په حال کې دی او باید د ناټو پوځیان له دغه هیواده ووځي. -- ده په عین حال کې چې د ناټو ځواکونو د بې جنجاله وتلو غوښتنه وکړه پر دې هم تاکید وکاوه چې ترهګر باید بیا په افغانستان کې واک ته ونه رسېږي. -- فیصل دا هم وویل چې پاکستان او عربستان په دې موافقه کړې چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته باید په افغانستان کې هیڅ راز تشدد دوام ونه کړي او په دغه هیواد کې د واک هیڅ ډول تشه رامنځته نه شي. -- سعود الفیصل د پاکستان په دوه ورځیني سفر کې له صدراعظم نوازشریف، ولسمشر ممنون حسین او د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز سره وکتل. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home