Monday, January 20, 2014

د جمعې د ورځې په برید کې وژل شوي افغانان څوک وو؟ --- محمد امین او وژمې څلور میاشتې مخکي واده کړی وو او د جمعې په ورځ لبناني رسټورانټ ته د ماښام د ډوډۍ دپاره ورغلي وو چې ناببره پر رسټورانټ باندي د ترهګرو له خوا برید وشو او دواړه میرمن او خاوند د ۱۹ نورو میلمنو سره چې بهرنیان او افغانان په کښي شامل وو، ووژل شول. محمد امین یو بې طرفه افغان سوداګر و. -- محمد علي ډریور و. هغه د برید په مهال د رسټورانټ د باندي خپل آمر ته منتظر و. محمد علي په دغه ځانمرګي برید کې ووژل شو. همدا راز ذبیح الله هم چې د جلال آباد د ښار د ګمرک د حفظ و مراقبت د ریْس ډریور و په پېښه کې د نورو سره یو ځای ووژل شو. -- امرالله او اکرام الدین د لبناني رسټورانټ ساتونکي وو چې د میاشتې یې ۱۰ زره افغانې معاش درلودی. د امرالله څخه څلور لوڼي او یو زوی یتیمان پاته شول. امرالله د خپلې کورنۍ یواځنی نفقه برابرونکی و. -- محمد وسیم په رسټورانټ کې ګارسون و او د پېښې په وخت کې په رسټورانټ کې دننه موجود و. هغه هم د نورو په څیر په برید کې د ترهګرو له خوا ووژل شو. په پېښه کې د سټورانټ افغان آشپز هم ووژل شو چې د پېښې په وخت کې دننه په رسټورانټ کې و. -- همدا راز په برید کې د رسټورانټ مدیر عبدالمجید ټپی شوی دی. - دامریکا غږ

0 Comments:

Post a Comment

<< Home