Monday, January 13, 2014

د احمد شاه مسعود ترور د قسیم فهیم ،ډاکټر عبدالله عبدالله او استاد عبدالرب رسول سیاف په طرح شوی دی --- هغه تازه او دقیق اسناد چي د امریکا غږ شبکې ته رسېدلي ، په ښکاره توګه جوته کوي چي مارشال قسیم فهیم ، استاد عبدالرب رسول سیاف او ډاکټر عبد الله عبدالله د احمد شاه مسعود د ترور اصلي طرحه کونکي وه . -- د هغو شواهدو پر اساس چي لاس ته راغلي د احمد شاه مسعود د ترور انګیزه هغه وخت را منځ ته شوه چي د احمد شاه مسعوداو د هغه د مرستیال جنرال فهیم تر مینځ نا څاپه مخالفتونه را منځ ته شوه . -- د قسیم فهیم او احمد شاه مسعود تر مینځ هغه وخت ناندرۍ راپورته شوې چي فهیم د احمد شاه مسعود په نا خبري د یوه روسي شرکت په مرسته افغاني پیسې چاپولې . خلیل فروزي چي فهیم پلوه شخص وو او د افغاني بانک نوټونو د چاپ دنده یې په غاړه وه ، د احمد شاه مسعود له سخت غبرګون سره مخ شو . په دې وخت کي ډاکټر عبدالله عبدالله د »سي آی اې« له شبکې سره اړیکي نیولي او له هغوی سره یې د ملاقات ژمنه کړې وه . د ډاکټر عبد الله عبد الله او »سي آی اې« تر مینځ د خبرو او ملاقاتونو په اړه کوم اسناد او شواهد په لاس کي نه شته .-- له دې نیټی نه یوه اونۍ وروسته استاد سیاف جنرال فهیم ته ځیني عربي ژورنالیستان ور وپېژندل . په پایله کي د کال ۲۰۰۱ د سپټمبر په ۹ نېټه احمد شاه مسعود ترورو شو .-- کیسه داسي وه چي داحمد شاه مسعود د مقاومت په کلونو کي هیڅ یو ځواک ونه شوای کولای چي د احمد شاه مسعود سیمي ته ( د پنجشېر دره) ور ننوزي . امریکا فکر کاوه چي د مسعود په شتون سره به ونه شي کولای په افغانستان کي د خپل قدرت په ټینګولو بریالۍ شي . ځکه امکان موجود وو چي احمد شاه مسعودد امریکا نظامي ځواک سره د مخالفت په صورت کي د پنجشېر دره د امریکا لپاره یولوی ګواښ شوی واي . له همدې کبله د سي آی اې خاص استازي دموضوع په اړه له احمد شاه مسعود سره څو څو ځله لیدني او کتني وکړې ، خو موافقې ته نه وه رسېدل . -- کوم وخت چي امریکا د احمد شاه مسعود د ملګرو په مینځ کي له اختلاف نه اګاهي و موندله ، د مسعود له مخالفینو سره یې په پټه توګه د راتلونکي دولت پر پستونو او چوکیو خبري وکړي . د امریکا له نظره پستونه داسی ویشل کېدل چي جنرال فهیم د دفاع د وزیر په توګه ،ډاکټر عبدالله عبدالله د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ، استاد عبدالرب رسول سیاف د ولسمشر د لمړي معاون په توګه ، خلیل فروزي د مالیې د وزیر په توګه او داسی نور ..... -- ویل کېده هغه کسان چي احمد شاه مسعود یې باید ترور کړی وای ، لمړۍ شپه یې د استاد عبدالرب رسول سیاف په کور کي تېره کړه او په دویمه ورځ د مسعود د ترور په نیت روان شول . -- یادونه : په دې اړه اسناد او شواهد د امریکا غږ په مرکزي اداره کي پټ ساتل شوي دي . -- ددې لیکني اصلي دري متن دلته کتلای شئ . - زلمی مومند – د امریکا ږغ

0 Comments:

Post a Comment

<< Home