Sunday, January 12, 2014

ګېټس: پاکستان مو ستراتیژیک دوست نه دی ځکه چې د طالبانو ملاتړ کوي --- د امریکا د دفاع پخواني وزیر رابرت ګېټس ویلي، امریکا هیڅکله پاکستان د خپل ستراتیژیک متحد په توګه نه مني ځکه چې امریکا له طالبانو سره په جنګ ده او اسلام اباد د طالبانو ملاتړ کوي. -- ګېټس په خپل کتاب کې، چې لا له چاپه نه دی راوتلی، ویلي دي چې امریکا په ځلونو پاکستان ته له خبر ورکولو پرته د ترهګرو پرضد اقدام کړی چې تر ټولو څرګنده بېلګه یې د بن لادن د وژلو لپاره د ایبټ اباد عملیات و. -- د امریکا د دفاع پخواني وزیر رابرت ګېټس همداراز لیکلي:«امریکايي چارواکي پوره ډاده ول چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) له لوري پټ کړای شوی دی او موږ په دې پوهېدو چې که پاکستاني چارواکو ته ووایو چې د بن لادن د وژلو لپاره عملیات کوو، هغوی د امریکايي پوځیانو د نیولو هڅه کوله او بیا به د دغو امریکايي ځواکونو د خلاصولو لپاره باج ورکولو ته مجبورېدو.» - ده ټینګار کړی چې امریکا او پاکستان هیڅکله پر یو بل باور نه درلود. -- ګېټس ویلي چې امریکا په افغانستان کې په جګړه بوخته ده او پاکستان هم د تروریستانو او سخت دریځو ملاتړ د دې لپاره کوي چې په افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړي. -- ګېټی دا هم ویلي چې پاکستان لا هم له طالبانو سره اړیکې نه دي پرې کړي خو له دې سره سره د امریکا په کانګریس کې د پاکستان ملاتړ کوي څو د ناټو اکمالاتي لار پرانستې وي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home