Monday, December 16, 2013

حامدکرزى: دافغانستان دظرفيت په لوړاوي کې دهند رول مهم دى --- کابل (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٢): ولسمشر حامد کرزي، هندوستان له افغان ځوانانو سره دښوونې او زده کړې په برخو کې مخکښ هېواد بللى او دافغانستان دظرفيت په لوړاوي کې يې ددغه هېواد رول مهم ګڼلى دى. ولسمشر کرزى دليندۍ په ٢١ مه دهندوستان دنړيوالو اړيکو په کنفرانس او دآسيا او افريقا دمشارکت په کنفرانس کې دګډون په موخه دڅلور ورځني سفر په موخه د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ډهلي ته تللى دى. -- دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري آژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر کرزي هند ته دخپل رسمي سفر په څلورمه ورځ دنړيوالو اړيکو په کنفرانس کې، چې د"يوې نوې نمونې په لوري دهند، آسيا او افريقا پراختيايي مشارکت" تر عنوان لاندې دسيمبايوسيس (Symbiosis) نړيوال پوهنتون له لوري تر سره شوى، ديوه ځانګړي مېلمه په توګه پکې ګډون وکړ او وينا يې وکړه. خبرپاڼې زياته کړې، چې په لومړيو کې دسيمبايوسيس نړيوال پوهنتون محصلينو دنړۍ د ٨٥ هېوادونو له ډلې څخه ددوو تنو افغان محصلينو په مشرۍ، چې دهېواد ښايسته جامې يې پر غاړه وې، ولسمشر ته دخپلو هېوادونو بيرغونه وړاندې کړل او ولسمشر دغه بيرغونه په يوه خټين لوښي کې کېښودل، چې دنړۍ دهېوادونو يووالى يې په ګوته کاوه. - More, Pajwok

0 Comments:

Post a Comment

<< Home