Monday, December 16, 2013

کېري: کرزی او یا ځایناستی به یې امنیتي تړون لاسلیک کړي --- دامریکا دبهرنیو چارو وزیر جان کېري په دې باور دی چې افغان چارواکي به هغه امنیتي تړون لاسلیک کړي چې له ٢٠١۴ م کال نه وروسته دامریکایي ځواکونو پاتې کیدو ته لاره هواره شي. ښاغلي کېري دیکشبنې په ورځ د اې بي سي دتلویزیون سره په مرکه کې وویل چې تړون به یا پخپله جمهور رئیس کرزی لاسلیک کړې او یا به یې ځایناستی، چې له کرزي وروسته به انتخاب شی، لاسلیک کړي. ددې مرکې په اړه واشنگټن پوست په خپلې ورستۍ ګنې کې یوه مقاله خپره کړې ده. ورځپانه وايي چې جمهور رئیس کرزی اوس هم په خپلو شرطونو ټینگار کوي. -- ښاغلي کېری په مرکه کې زیاته کړې چې امریکا په افغانستان کې بریاليتوب غواړي او دبریا معنی دا ده چې دافغانستان ملي ځواکونه پر خپلو پښو ودریږي او دافغانستان امنیت ونیسي چې دټولنې دپرمختگ بهیر دوام وکړي. دولتي ادارې، دروغتیا او ښوونې او روزنې سیستم یې ښه شي. بلخوا، بریتانوۍ ورځپاڼې ټیلگراف لیکلي دي چې جمهور رئیس حامد کرزي دشنبې په ورځ په هند کې دخبرو په مهال وویل چې یوه جگپوړي امریکایي دیپلومات اخطار وکړیدی چې که امنیتي تړون لاسلیک نکړي، په افغانستان کې به کورنۍ جگړه پیل شي. - More, صدای امریکا

0 Comments:

Post a Comment

<< Home