Saturday, December 07, 2013

د امریکا دفاع وزیر نه غواړي چې له کرزي سره وویني --- د امریکا دفاع وزیر چک هېګل نن ماسپښین په یوه نااعلان شوي سفر په داسي حال کې کابل ته راورسېد چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی لا هم له امریکا سره د امنیتي موافقې له لاسلیکولو ډډه کوي. --واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي چې هیګل د سوزن راييس یا جېمز ډابینز په شان چې له ولسمشر کرزي سره یې ولیدل، نه غواړي چې د افغانستان له ولسمشر سره وویني. -- واشنګټن پوسټ وايي چې امریکايي چارواکي شک لري چې کرزی دې د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره له خپلو شرطونو څخه تېر شي. -- د پینتاګون د مطبوعاتي دفتر د ريیس مرستیال کرل ووګ وویل، هیګل غواړي چې د افغانستان له دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او دغه راز په افغانستان کې له مېشتو امریکايي پوځیانو سره وویني. -- ووګ وویل:«دفاع وزیر هېګل د دې لپاره افغانستان ته تللی چې له امریکايي پوځیانو څخه له خپل هیواده ډېر لري د خدمت او د افغان امینتي ځواکونو د وړتیاوو په زیاتولو کې د دوی د رول په خاطر مننه وکړي. -More, تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home