Friday, December 06, 2013

ارګ له طالبانو وغوښتل چې د بهرنیانو د حضور د دوام پلمه ختمه کړي --- د افغانستان حکومت پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ چې که په خپل دریځ کې صادق وي او د عمل استقلال ولري، نو د سولې لار دې خپله کړي او په افغانستان کې دې د بهرنیانو د حضور او د هغوی د جنګ د دوام لپاره پلمه ختمه کړي. -- ارګ د طالبانو د وروستۍ اعلامیه د تایید په څنګ کې دا ډله په ضمني ډول دا ډله په دې غندلې چې د سولې لپاره یې څرګند پیغام نه دی ورکړی. -- د ارګ په خبرپاڼه کې د طالبانو اعلامیې ته په اشارې ویل شوي چې په دې اعلامیه کې د امنیتي موافقې په اړه د ولسمشر حامد کرزي د شرایطو ضمني تأييد شوی، خو سوله او بین الافغاني تفاهم یو ځل بیا د بهرنيانو پر وتلو پورې مربوط بلل شوی دی. -- د ارګ په اعلامیه کې راغلي: «طالبان وایي، ترڅو چې امریکایان په افغانستان کې شته، دوی به جګړه کوي او امریکایانو له القاعده او طالبانو سره جګړه د خپل حضور لپاره پلمه ګرځولې ده، خو د دغه ناوړه حالت او مرموزې جګړې بیه زموږ ملت اداء کوي.» - More, تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home