Tuesday, December 17, 2013

کلید -- انتقالي عدالت، دسولې دټینګښت یوازنۍ لاره --- له اوږدې چوپتيا وروسته يو وار بيا د انتقالي عدالت بحثونه اورېدل كېږي او بېلا بېلې ټولنې په دې هڅه كې دي چې دانتقالي عدالت غږ حكومت او نړيوالې ټولنې ته ورسوي. ددې لړۍ په دوام يو تازه اقدام دا دی چې تېره اوونۍ دافغانستان ددادخواهۍ ټولنې (ادا) دجنګي جنايتونو يو ۱۰ زره انځوريز نندارتون په دارالامان ماڼۍ كې پرانست. په دغه نندارتون كې چې لګښت يې دقربانيانو دكورنيو لخوا وركول شوى، دليدونكو پر وړاندې دتېرو لسيزو دبشپړ ناورين داستان، دتصويرونو په ژبه وړاندې شو. دنندارتون دجوړوونكو غوښتنه دا وه چې نور بايد دافغانستان په ۳۰ كلن ناورين كې هغه په جنايت ككړې څېرې چې لا هم په واك كې دي، افشا شي. -- د(ادا) ادارې مشرې ويدا احمد وويل، په دې نندارتون كې يې دكمونیستي رژيم، تنظيمي جګړو، دطالبانو دواكمنۍ او په افغانستان كې دامريكايي ځواكونو دجنايتونو پر مهال اخستل شوي بشپړ انځورونه راټول كړي دي. دنندارتون له ټكان وركوونكو انځورونو څخه يو يې داسې و چې ظاهرا يو طالب له كوم چا دواړه لاسونه غوڅ كړي او له ځان سره يې لېږدوي. يو بل انځور بيا په ۱۳۶۰ كال دډله ييز قبر دراسپړنې او مړو كيسه كوي، دغه راز په هېواد كې دعام المنفعه تاسيساتو دسوځونې او ويجاړۍ بې شمېره عكسونو هم كتونكو ته دتېرې جګړې عيني ثبوتونه په لاس وركول. -- دنندارتون مسوولين وايي، د دې انځورونو راټولونه يې په ۲۰۰۷ كال دفیسبوك او قربانيانو له كورنيو پيل كړه. دوى وايي دتصويرونو دنندارې لپاره يې ددارالامان نړېدلې ماڼۍ ځكه وټاكله چې دا ماڼۍ دډاكټر نجيب الله دحكومت له سقوط وروسته دويجاړيو په يوه ستره نښه بدله شوه. دنندارتون مشرې ويدا احمد دخپل دې اقدام داهميت په اړه وويل: (دامريكا اوسنۍ بمبارۍ، خپل سرې تالاشۍ، ځانمرګي بريدونه او جنسي تيري هغه جنګي جرمونه دي چې هيڅ به ونه بښل شي، موږ ددوى عكسونه هم وړاندې كړل، موږ بايد چې په هر ډول وي ددې عاملين محكمې ته راكاږو، دا نندارتون يو ډول مظاهره هم ده او اهميت يې دا دى چې هر څومره ډېر ګډونوال ولري دجنايتكارانو دافشا ګرۍ كمپاين زور نيسي.) - More, at: http://www.tkg.af/pashto/analysis/analysis/10853-انتقالي-عدالت؛-د-سولې-د-ټینګښت-یوازنۍ-لاره

0 Comments:

Post a Comment

<< Home