Tuesday, November 05, 2013

د مالیې له وزارته په لسګونو ملیون افغانۍ غلا شوي --- د لویې څارونوالۍ ویندوی بصیرعزیز د سې شنبې په ورځ تایید کړه چې په دې تړاو دوه شکمن کسان نیول شوي چې دواړه د مالیې وزارت مامورین دي. -- راپورونه وايي چې د مالیې له وزارت څخه په بلخ کې یوه بانکي حساب ته ۳۲۸ اعشاریه ۵ ملیون افغانۍ په الیکترونیکي ډول لېږدول شوې وې. دا پیسې بېرته د مالیې وزارت ته استول شوي خو ۶۱ ملیون افغانۍ لا هم په دې منځ کې ورکې دي. دا پیسې په ۳۸ بانکي چکونو د بلخ له بانکونو څخه ایستل شوي دي. -- ویل شوي چې په دې غلا کې د مالیې وزارت د بلخ ولایت مسؤول چارواکی لاس لري خو دا کس د بلخ د والي عطا محمد نور په مداخله خوشي شوی او ازاد ګرځي. -- د لویې څرانوالۍ سرچینې وايي چې په دې اړه څېړنې روانې دي. -- د ولسي جرګې اقتصادي کمېټې له ولسمشر کرزي څخه غوښتي چې د دې غلا مسوول ته سزا ورکړي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home