Sunday, October 06, 2013

درویشت تنو د ولسمشرۍ لپاره نومونه ثبت کړل --- د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره نن څو نور مطرح کاندیدان د ټولټاکنو خپلواک کمیسون ته لاړل او ځانونه یې کاندید کړل. د وروستي راپور له مخې ولسمشرۍ ته ۲۳ تنو نومونه لیکلي دي. --- د ډاکتر اشرف غني احمدزي، قیوم کرزي او زلمي رسول ترڅنګ د سوداګرۍ وزیر انوارالحق احدي هم ځان کاندید کړ --- عبدالرشید دوستم او سرور دانش د ښاغلي احمدزی مرستیالان معرفي شوي خو د بهرنیو چارو مستعفي وزیر زلمي رسول بیا احمدضیا مسعود او د بامیان والۍ حبیبه سرابي د خپلو مرستیالانو په توګه له ځان سره کاندید کړي دي --- انوارالحق احدي د سوداګرۍ له وزارته له استعفا وروسته د سولې د عالي شورا د بهرنیواړیکو مسوول اسمعیل قاسمیار د لومړي مرستیال په توګه او د صبغت الله مجددي ورور حشمت الله مجددي د دوهم مرستیال په توګه معرفي کړي دي --- همدا راز نن قیوم کرزي، سرور احمدزي، د ترانسپورت پخواني وزیر حمید الله قادري، د سردار نعیم خان لمسي محمد نادر نعیم، داوود سلطانزوی او قیوم کرزي هم د ټولټاکنو خپلواک کمیسون ته مراجعه وکړه او ځانونه یې کاندید کړل --- تر دې مخکې یسم الله شېر، عبدالله عبدالله، عبدالرحیم وردګ، حشمت غني احمدزي، دل اغا کوهدامني، قطب الدین هلال، سید اسحق ګیلاني، عبدالرب رسول سیاف او فضل کریم نجیمي، خدیجه غزنوی، بشیربیژن- عزیز الله لودین احمدشاه احمدزی نومونه ثبت کړي ول - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home