Sunday, October 06, 2013

.د ولسمشرۍ ډېری کاندیدانو نوملیکنه وکړه --- د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته د نوملیکنې په وروستۍ ورځ، د ټاکنو کمیسیون کې اشرف غني احمدزي او سرور احمدزي، د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول، د ترانسپورت پخواني وزیر حمیدالله قادري، د سردار محمد داود خان د ورور لمسي سردار محمد نادر نعیم، داود سلطان زوی، قیوم کرزي او ګل اغا شیرزي هم ولسمشرۍ ته نوملیکنه وکړه. که څه هم د نوم لیکنې لپاره وروستی وخت نن یکشنبه د مازدیګر تر څلورو بجو ټاکل شوی و خو د کاندیدانو د ډېروالي له امله دا وخت د شپې تر دریو بجو غځول شوی دی. - BBC

0 Comments:

Post a Comment

<< Home