Saturday, October 12, 2013

چارواکي وايي، کرزي او کیري پر امنیتي موافقې په خبرو کې پرمختګ کړی - یوه امریکايي چارواکي دکرزي او کیري دجمعې دورځې له خبرو وروسته خبریالانو ته وویل: «دواړو خواوو دخبرو لهجه رغنده وه. مناسبه ده چې وویل شي، داکثرو مهمو موضوعاتو پر سر موجود اختلافات کم شوي دي. دکرزي ویندوی ایمل فیضي هم وویل، په خبرو کې پرمختګ شوی دی. ویل شوي چې کیري پرون له کرزي سره په داسي حال کې چې په کابل کې دامریکا سفیر هم حاضر و، درې ساعته خبرې وکړې. وروسته کرزي او کیري دوه په دوه خبرې وکړې. ددواړو خواوو نننیو خبرو دومره دوام وکړ چې خبري غونډه څو ځل وځنډېده. ددې خبر دخپرېدو تر شېبې لا ځنډېدلې ده. - دامریکا غږ

0 Comments:

Post a Comment

<< Home