Tuesday, October 01, 2013

د جمعیت او حزب ترمنځ د عبدالله پر ولسمشرۍ موافقه – انجنیر محمد خان به لومړی مرستیال وي --- عبد الله عبدالله، چې غواړي ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړي، په خپله فېسبوک پاڼه کې ویلي چې نن(پرون) مازدیګر حزب اسلامي او جمعیت اسلامي انتخاباتي موافقه لاسلیک کړه. --- د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي او صلاح الدین رباني په مشرۍ د عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ د کاندیدولو موافقه څو ساعته وروسته له دې لاسلیک شوه چې ډاکتر اشرف غني احمدزي اعلان وکړ چې ولسمشرۍ ته ځان کاندیدوي. په همدې منځ کې عطا محمد نور وايي چې عبد الله عبدالله به سبا رسماً د انتخاباتو په خپلواک کمیسون کې ځان کاندید کړي. د ده په وینا مارشال قسیم فهیم او محمد اسماعیل خان هم د عبدالله عبدالله د کاندیدو ملاتړ کوي او د دوی په هڅو د ارغندیوال او جمعیت ترمنځ موافقه وشوه. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home