Monday, September 30, 2013

.د ۱۳۵۷ او ۵۸ کلونو د قربانیانو فاتحه واخیستل شوه --- نن د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په یو شمېرنورو برخو کې د هغو شاوخوا پنځو زره کسانو فاتحه واخیستل شوه چې په ۱۳۵۷ او ۵۸ کلونو کې د وخت د کمونیست رژیم له لورې وژل شوي و. --- خو په لست کې د داسې کسانو نومونه هم شته چې لا هم ژوندي دي. --- نجینر رحمن حبیب همداسې یو کس دی، ښاغلی حبیب وايي دی لا زلمی و چې د وخت د استخباراتي کړیو له لورې تر نیول کېدو وروسته د څرخي پله د زندان تورو تنبو ته ټیل ووهل شو، خو ښايي اب او دانه یې په دنیا کې وه چې لا هم ژوندی ګرځي. --- ''زه یې په نیمه کې شپه کې له خپل کوره وایستلم، بیا یې له نیولو وروسته یوې کوټې ته بوتلم، بیا نو مجازات شروع شول، وهل، ټکول، په پښو کې، په لاسونو او غوږونو کې د برېښنا د مزو په واسطه شارټونه ورکول، زما یادیږي چې څلور وارې په تشناب کې پروت وم او دوی پر ما اوبه شیندلې چې بېرته په هوښ راشم''. --- افغان پارلمان په ۲۰۰۷ کال کې داسې یوه طرحه تصویب کړه چې له مخې یې جنګي مجرمین له قانوني تعقیبه خوندي بلل شوي دي، چې همدغه کار په افغانستان کې د ډېرو په باور د انتقالي عدالت پلې کېدل ستونزمن کړي. - BBC

0 Comments:

Post a Comment

<< Home