Saturday, October 12, 2013

افغانستان او امریکا د امنیتي تړون پر ځینو مهمو برخو موافقه وکړه --- د دوو ورځو انتظار وروسته ولسمشر کرزي او جان کېري د امنیتي تړون پر یوه پریکړه لیک موافقه کړې. -- ولسمشر کرزي وویل دوی د امنیتي تړون په اړه پر یو لړ شرطونو موافقه کړې چې بشپړ متن به یې د یکشنبې په ورځ د اکتوبر ۱۴مه افغان پارلمان ته وړاندې کېږي. -- د ولسمشر په وینا د ملي حاکمیت، د بهرني هېواد د تجاوز په تعریف، د ملګي مرګ ژوبلې او د امریکا پر خپل سری عملیاتو سره موافقې ته ورسېدو. --- جان کېري وویل که افغانستان د امریکايي پوځیانو مصونیت ونه مني، امریکا به دغه تړون لاسلیک نه کړي. -- ښاغلي کېري زیاته کړه چې په افغانستان کې د قطعي مصونیت موضوع په منځ کې نه شته. امریکایي پوځیان که د افغانستان قانون تر پښو لاندې کړي موږ یې په خپله محاکمه کوو. زموږ پوځیان چې په هر ځای کې دي په همدې شکل محاکمه کېږي او موږ نه غواړو چې په افغانستان کې د خپل اساسي قانون نه سترګې پټې کړو. - BBC

0 Comments:

Post a Comment

<< Home