Monday, September 23, 2013

افغان ماشومان: موږ سوله غواړو --- لسګونه ماشومانو چې دځينو مدني ټولنو له خوا رابلل شوي وو، پرون (دوشنبې) دملي شورا مخې ته لاریون وکړ او په افغانستان کې یې دسولې دټينګښت غوښتنه و کړه. دوی دجنګ بس دی او موږ سوله غواړو تر عنوان لاندې شعارونه ورکول. په عین حال کې دسولې داونۍ په مناسبت دکابل دیو شمېر لیسو دزده کوونکو ترمنځ دفوټبال او باسکټ بال دلوبو سیالۍ پیل شوي دي. دسولې داونۍ په مناسبت دا ځل یو شمېر ماشومانو د ملي شورا دودانۍ په مخې کې دیوه سوله یېز لاریون په ترسره کولو سره دسولې دټینګښت غوښتنه وکړه. - دآزادی رادیو

0 Comments:

Post a Comment

<< Home