Thursday, May 23, 2013

له افغان-هند دوستۍ سره د ایران حساسیت؛ لیکوال: ګلاب ارمان

دهېواد په لویدیځ هرات کې دسلما بند دساتونکو پر موټر پرونۍ ماین چاودنه له نورو داسې چاودنو سره باید له متفاوتې زاویې وارزول شي. دا زاویه له شک پرته چې هند ته دولسمشر کرزي له وروستي سفر سره مستقیمې اړیکې لري. که پاکستان ددې سفر په غبرګون کې دخپلو جاسوسو مدرسو سلګونه طالبان افغانستان ته دکمزورې شوې او بې اعتباره شوې جګړې دقوي کولو په نیت واستول، نو ایران هم دافغانستان دیوه بد نیته ګاونډي په صفت هڅه پیل کړې، چې دیاد شوي بند مخې ته له مشکل زېږولو سره دافغانستان په مقابل کې دخپلې دښمنۍ قسم ته ځان متعهد وښیي. - له افغان-هند دوستۍ سره د ایران حساسیت؛ لیکوال: ګلاب ارمان

0 Comments:

Post a Comment

<< Home