Sunday, August 01, 2010

په خيبر پښتونخوا كې د سيلابو له امله د مړو شمېره ۱۳ سوو تنو ته ورسېده

د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د سختو اورښتونو له امله په راغليو سيلابونو کې د چارواکيو په وینا د مړو شمېر تر ديارلسو سووتنو رسېدلی ، يو شمېر نا درکه دي او دوه نيم ملیونه خلکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولي

دغوسېلابونود په لسګونو زره جريبه کرنیزې ځمکې د لاندې کولو تر څنګ په لسګونو زره کورونه نړولي او زيانمن کړي دي.د خيبر پښتونخوا اعلی وزير امير حيدر خان هوتي چې د يکشنې په ماښام يې یوې خبري ناستې ته وينا کوله اوښتي مالي زيانونه ترهغې زیان و بلل چې د بېلابېلو ادارو له خوا يې اټکل کېږي

نوموړي وویل، چې دغو سيلابونو د پښتونخوا اقتصاد دومره ځپلی چې په وینا یې پنځوس کاله يې شاته بيولې، دی وايي که څه هم اوس مهال د اوښتو مالي زيانونو په اړه څه ويل به له وخته وړاندې وي خو ښايي له شلو تر پېنځه ويشتو ملياردو کلدارو لوړ وي.
په پاكستان كې سيلآبونو ډير خلك بې كوره كړي.... - په خيبر پښتونخوا كې د سيلابو له امله د مړو شمېره ۱۳ سوو تنو ته ورسېده
په خيبر پښتونخوا كې سيلابونو زيات كورونه نړولي
دهها تن در اثر سرا زیر شدن سیلاب ها در افغانستان هلاک شدند - رادیو ...

د ویکي لیسک موسس: خلک حق لري له ځینو پټو رازونو خبر شي

'Millions' hit by Pakistan floods - BBC

0 Comments:

Post a Comment

<< Home