د چاپېريال ساتنې نړيواله ورځ په كابل كې ونمانځل شوه
په كابل كې د چاپېريال ساتنې نړيواله ورځ د كابل په پوهنتون په داسې حال كې ولمانځل شوه، چې د روغتيايي چارواكو په وينا هر كال په كابل كې ډېر شمېر كسان د ككړ چاپېريال له امله په بېلابېلو ناروغيو اخته كيږي او يا هم مري
د دې ورځې په مناسبت د پنځشنبې په ورځ جوړه شوې غوندې ته په وينا كې د چاپيريال ساتنې د ادارې مشر مصطفى ظاهر وويل، چې د چاپېريال په وړاندې ناسم چلند، خلك يې له ډېرو ستونزو سره مخ كړي دي
ښاغلي ظاهر وويل، چې د چاپېر د ساتنې لپاره بايد اوږد مهاله ستراتيژيك پلانونه په پام كې ونيول شي
"هغه مهال چې پلانونه جوړه وو، بايد ستراتيژيك او اوږد مهاله وي. حد اقل د راتلونكو ۵۰ كلونو لپاره وي او زه په ډاګه درته وايمه، چې حكومت يي نه شي كولى، د چاپېريال ساتنې ملي اداره يې په يوازې توګه نه شي كولى، د كرنې وزارت او نور وزارتونه يې په يوازې توګه نه شي كولى."
ښاغلي ظاهر په كابل كې د بې كيفيته تېلو كارونه او په دې ښار كې د نفوس ډېروالى د چاپېريال د ككړيتا لاملونه وبلل. همداراز دې غونډې ته د كابل والي ذبيح اله مجددي او د كابل پوهنتون ييس حميدالله امين هم ويناوې وكړې
دوى په هيواد او په تيره بيا په كابل كې د چاپيريال د ساتنې لپاره د ځانګړو پروګرمونو د پلې كولو غوښتنه وكړه.د كابل پوهنتون رييس حميدالله امين وويل، چې كابل پوهنتون دې برخې ته پاملرنه كړې او د چاپېريال ساتنې د زده كړې يو ځانګړى ډيپارټمنټ يي جوړ كړى دى. ... - د چاپېريال ساتنې نړيواله ورځ په كابل كې ونمانځل شوه
«کرزی اعتقادش را در مورد ستراتیژی امریکا در افغانستان از دست داده است»
«حامد کرزی با صدراعظم جدید بریتانیا ملاقات کرد»
0 Comments:
Post a Comment
<< Home