کامېرن: د افغانستان او پاکستان امنيت د بريتانيا په ګته دی
د بريتانيا نوي لومړي وزير ډېوېډ کامېرن په کابل کې له ولسمشر کرزي سره تر کتنې وروسته يوې خبري غونډې ته وويل د افغانستان او پاکستان امنيت د بريتانيا د ملي منافعو په ګټه دی
هغه وويل چې بريتانيايي ځواکونه په افغانستان کې ددې لپاره دي چې ددغه هېواد له حکومت او خلکو سره د هېواد په رغونه او د حکومتوالۍ په پياوړي کولو کې مرسته وکړي
ښاغلي کامېرن زياته کړه بريتانيايي ځواکونه به تر اړتيا زيات يوه شپه هم په افغانستان کې پاتې نه شي
دغه راز نوموړي وويل په افغانستان کې مېشتو خپلو پوځيانو ته نور تجهزات او وسايل ورکوي چې له مخالفينو سره په جګړه کې کار ترې واخلي
ښاغلي کامېرن په ځانګړي ډول د داسې وسايلو يادونه وکړه چې بريتانيايي ځواکونو د سړک غاړې له چاودنو څخه خوندې کولای شي
دغه راز ښاغلي کامېرن وويل چې په افغانستان کې د سولې او ټيکا د ر اتګ لپاره يوازې پوځي هڅې بسنه نه کوي بلکې سياسي لارې چارې هم بايد په پام کې ونيول شي ....... - کامېرن: د افغانستان او پاکستان امنيت د بريتانيا په ګته دی
لیام فاکس: د خپل امنيت لپاره افغانستان کې پاتې کېږو
بیش از یکصد کشته و زخمی در 'حمله انتحاری' به مراسم عروسی در قندهار
Surge for Dutch anti-Islam party - BBC
0 Comments:
Post a Comment
<< Home