Tuesday, June 29, 2010

د امریکا مشرانو جرګې د جنرال پیترایوس قومنداني تایید کړه

تاند(سې شنبه/جون۲۹) د امریکا مشرانو جرګې تېره شپه جنرال ډیویډ پیترایوس په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د نوي قومندان په توګه تایید کړ

جنرال پیترایوس تېره اوونۍ وروسته له دې د ولسمشراوباما له لوري په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونود عمومي قومندان په توګه ونومول شو چې د مخکیني قومندان جنرال مک کرسټل له قوله رولینګ سټون مجلې انتقادي لیکنه خپره کړه.پرون جنرال مک کرسټل د امریکا پوځ ته خبر ورکړ چې دی غواړي تقاعد واخلي

جنرال پیترایوس به نن کانګریس ته لاړ شي چې د دې جرګې غړیو ته قناعت ورکړي چې دی په افغانستان کې حالات سمولی او په دې هیواد کې د ملکي او پوځي چارواکو ترمنځ اړیکې ښه کولی شي..... - پیترایوس : له افغانستان سره زموږژمنې اوږدمهالې دي

0 Comments:

Post a Comment

<< Home