Tuesday, May 25, 2010

داسلامي جمهوريت د جمهورررييس حامدکرزي پيغام

دښوونکي دورځې په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهورررييس حامدکرزي پيغام دجوزا دمياشتې دريمه هرکال زموږدهيواد په ګوټ گوټ کې دښوونکي دورځې په نامه نمانځل کيږي دالمانځنه په حقيقت کې دښوونکي دهغه لوړمقام نمانځنه ده چې هرښوونکي يې په ټولنه کې لري ښوونکي مربي دي دهيواد دبچيانو روزونکي اودجهالت له تورتم دپوهې رڼاته دشاگردانو لارښود دي که موږ دښوونکي هرڅومره ستاينه اولمانځنه وکړو ورسره ښايي دافغانستان ښوونکو په وروستيو لسيزو کې دهيواد دنامساعدو شرايطو له امله په ډيروسختو شرايطو کې خپل وظايف سرته ورسول که معاش ورته ورسيد ياونه رسيد خودوى خپلو ټولگيو ته ولاړل اودوطن داولاد له زده کړي يي لاس ونه کښ ډير ښوونکي مو شهيدان شول اوډيرهم ټپيان اوس هم دهيواد په ځينو برخو کې زموږ ښوونکې دافغانستان دښمنانو ترگواښ لاندي ښوونځيو ته ورځي اودهيوادبچيان روزي دافغانستان دټولو ښوونکو خودگذري له مسلک سره مينه اوقرباني ټولو هيوادوالو ته څرگندي ، دمننې اوستاينې وړ دي. .......- داسلامي جمهوريت د جمهورررييس حامدکرزي پيغام

روز ماتم در غزني؛ واكنشي به قتل غيرنظاميان
ابتكار صلح در دست كيست؟

0 Comments:

Post a Comment

<< Home