Friday, November 10, 2017

د نوي قانون له مخې په سلو کې ۷۰ جنرالان تقاعد کېږي - Tannd

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د دفاع وزارت د افسرانو د قانون د بیاکتنې په نتیجه کې به په سلو کې ۷۰ جنرالان کورونو ته ولېږل شي.

د پوځي افسرانو د شخصي چارو په بیا ارزول شوي قانون کې د سترجنرالانو لپاره ۶۲ کلني، د ډګرجنرالانو لپاره ۶۰ کلني، د تورنجنرالانو لپاره ۵۸ کلني، د بریدجنرالانو لپاره ۵۶ کلني، د ډګروالانو او نورو افسرانو لپاره ۵۴ کلني د تقاعد عمر ټاکل شوی دی.

دفاع وزارت غواړي چې په سلو کې ۳۰ تقاعد کېدونکي جنرالان وساتي او په مجموع کې دا پروسه په ۱۸ میاشتو کې بشپړه کړي.

په پخواني قانون کې، چې په ۱۳۸۸ لمریز کال کې تصویب شوی و، د افسرانو د تقاعد عمر تر اوس ۳ کاله زیات و.

دفاع وزارت وايي چې لومړی به هغه افسران تقاعد کړي چې په احتیاط کې دي او یا په ټیټو بستونو کې کار کوي. - Read More

د نوي قانون له مخې په سلو کې ۷۰ جنرالان تقاعد کېږي - تاند 


Taand Pashto - Home | Facebook

0 Comments:

Post a Comment

<< Home