Thursday, April 13, 2017

امريکا په افغانستان کې خپل تر ټولو زورور بم کارولی

د امريکا د دفاع وزارت پنټاګون وايي، افغانستان کې يې د اسلامي دولت نومې ډلې 'داعش ' پر پټنځايونو تر  ټولو زورور غير اټومي بم کارولی دی.
دغه بريد د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ کې ځايي وخت سره سم د ماښام شاوخوا ۷:۳۰ بجې شوی دی.
د سپینې ماڼۍ رسنیزې برخې مشر شان سپایسر د پېښې په اړه ویلي، "موږ د تونلونو او غارونو یوه شبکه په نښه کړې، چې داعش وسله والو د ازادانه تګ راتګ لپاره کارووله. دوی له دغو تونلونو په سیمه کې پر امریکايي سلاکارانو او افغان ځواکونو په اسانۍ سره د بریدونو لپاره کار اخیست".
نوموړي ویلي، داسې اقدامات شوي وو، چې د برید پر مهال د ملکي تلفاتو او پراخۍ ورانۍ، ویجاړۍ مخنیوی وشي.
د اچین ولسوال اسمعاعیل شینواري، له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، په هغه سیمه کې چې دغه هوايي برید په کې شوی، "ولسي خلک نه اوسېږي او یوازې "د داعش سمڅې شته".
نوموړی وايي، د دې بم غږ دومره لوړ و چې آن په نورو شاوخوا ولسوالیو کې هم اورېدل شوی دی.
له هغه مو وپوښتل چې د مرګ ژوبلې په اړه یې مالومات څه دي، نوموړي وویل "ښايي د داعش ډلې ګڼ وسله وال وژل شوي وي، خو موږ د مرګ ژوبلې کره مالومات تر اوسه نه لرو".
د ښاغلي شينواري په وینا دا هوايي بم د مامند درې په اسد خېلو تنګي کې غورځول شوی چې له ډېرې مودې راهیسې د داعش وسله والو مرکز بلل کېږي. - More, BBC

0 Comments:

Post a Comment

<< Home