Thursday, March 24, 2016

غني: ښوونکو ته کورونو برابرولو کې له پاتې راتلو بښنه غواړم

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، ښوونکو ته د کورونو برابرولو ژمنه کې پاتې راغلی دی.
ښاغلي غني چې کابل کې یې د نوي تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې خبرې کولې وویل، ځینې ستونزې سبب شوې چې حکومت ونشي کولی ښوونکو ته د کورونو برابرولو بهیر پیل کړي.

"دا مو نه دي ترسره کړي، بښنه غواړم. دلایل یې څه دي؟ د ښوونکو ښارګوټي غلطو ځایونو کې وو. له ښارونو یې لرې نقشه کړي وو، نقشه یې سمه نه وه، له هغه ځایه تاسو (ښوونکي) نشئ راتلی."

هغه وویل، په دې ازموینه کې ځان "مشروط بولي" خو هیله من دی سږ کال له ښوونکو د کامیابۍ نومره واخلي. ښاغلي غني وویل، حکومت په کابل او ولایتونو کې پر یوې طرحې کار کوي او له ښوونکو سره به یې شریکه کړي.

د دولتي ادار او زورواکو لخوا د پوهنې وزارت د ځمکو غصب دویم لامل وو چې ولسمشر د ښوونکو د مسکن پروړاندې د خنډ په توګه یادونه وکړه.

ښاغلي غني د افغانستان د ولسمشر په توګه د کار پیل لومړیو ورځو کې ښوونکو سره ژمنه کړې وه چې هغوی ته به د کورونو برابرولو په موخه ځمکه ورکوي. - Read More

غني: ښوونکو ته کورونو برابرولو کې له پاتې راتلو بښنه غواړم 


0 Comments:

Post a Comment

<< Home