Saturday, December 12, 2015

د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت د لاريونوالو ګډه اعلامیه - افغان ملي غورځنګ

د ډسمبر لسمه نېټه د بشري حقونو د نړیوالې اعالمیې د تصویب په پار د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په توګه هر کال په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي. دا ورځ په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د کلونو کلونو پرله پسې تیریو، جنګ او جګړو په دوام کې سږ کال په میدان وردګ والیت کې د ۱۲ بې ګناه تنکیو ځوانانو له شهادت او د دې پېښې په غبرګون کې له مدني اعتراضونو سره سمون خوري.

نړیوال بشردوستانه حقونه په ملکي وګړو بریدونه سخت نړیوال جرم ګڼي او د جګړو د انساني قواعدو یوه هڅه هم دا ده چې د شخړو پر مهال په قصدي ډول د ملکي وګړو د وژنې مخه ونیسي. په خواشینۍ سره چې د افغانستان په روانه جګړه کې د ټولو بشردوستانه اصولو خالف جنګي جنایتونه او د ملکي وګړو تلفات ورځ په ورځ زیاتېږي. له بده مرغه حکومت، ناټو او وسله وال مخالفین ټول د ملکي وګړو د خوندیتوب حق له پامه غورځوي او داسې پېښې ډېرې لیدل شوې چې ملکي وګړي د وېرې د خپرولو په موخه په لوی الس په نښه شوي دي، لکه په زابل کې د بېګناه الرویو یرغمل کول او شهادت، په کندز کې پر ملکي روغتون بمباري او د سیداباد په وروستۍ پېښه کې د بېګناه کلیوالو شهادت.

 دا چې جنګي جنایتونه ورځ په ورځ زیاتېږي، یو مهم المل یې د جنګي جنایتونو پر وړاندې د سترګو پټولو او معافیت کلتور دی. له بده مرغه په تېرو ۳۸ کلو کې چې څومره جنګي جنایتونو ترسره شوي په اکثرو یې سترګې پټې شوې، چې همدا معافیت بیا د نورو جنایتونو د تشویق المل ګرځېدلی. په ډېرو مواردو کې د څېړنې تش په نامه کمیسونونه جوړ شوي، خو د هغو پایلې بیا چا نه دي لیدلې.

د بشري حقونو خپلواک کمیسون د نړیوالې ټولنې په مرسته د دې لپاره جوړ شو، چې تېر جنګي جنایتونه وڅېړي، د هغو عاملین په ګوته کړي او د انتقالي عدالت له الرې یې محکمې ته راکاږي، خو له بده مرغه د بشري حقونو کمیسون په سلګونو میلیون افغانۍ د شخصي او سلیقوي اړیکو له مخې په پټو او مرموزو پروژو کې ضایع کړې، تر دې چې پیسې یې د دفتر له سیفونو غیب شوې، خو نه یوازې دا چې جنګي جنایتکاران محاکمه نه شول، بلکې هغوی ال واکمن او پیاوړي شول او یوه داسې مافیایي امپراتوري یې رامنځته کړه چې تر ډېره بریده د فساد، ناامنۍ، بې عدالتۍ او حتی د جګړې د دوام عوامل همدوی دي. درې کاله کېږي چې د بشري حقونو کمیسون د بشري حقونو د نقض په اړه د یوه جامع راپور خبرې کوي، خو دا راپور یا د جنګي جنایتکارانو د خوشالۍ لپاره او یا د دوی د فشار له کبله نه خپرېږي. دولس کاله کېږي چې یوې ځانګړې کړۍ د بشري حقونو کمیسون چارې او امکانات یرغمل کړې دي او د ځانګړیو ډلو لپاره کار کوي. زموږ لپاره د بشري حقونو کمیسون کړنې او اوسنی مشرتوب نور قطعاً د منلو وړ نه دی.

زموږ په اند د دې لپاره چې د نورو جنګي جنایتونو مخه ونیول شي او د جګړې لمن ټوله شي، باید د جنګي جنایتونو پر وړاندې د معافیت کلتور پایته ورسېږي. د کاذبو او ناروا مصلحتونو په پلمه نوره د قربانیانو حق چا ته ونه بښل شي، ځکه چې تجربې ښودلې چې جنایتکارانو نه یوازې له عفوې څخه عبرت نه دی اخېستی، بلکې له همدغه معافیت څخه یې د نورو جنایتونو د ترسره کولو لپاره ګټه اخېستې ده.

موږ د بشري حقونو کمیسون ته خبرداری ورکوو، چې د جنګي جنایتونو راپور دې په یوه میاشت کې د ننه خپور کړي او د کمیسون رهبري او ترکیب دې بدل شي، که نه موږ کمیسون د ملي ګټو د ناقض په توګه ملغا اعالنوو او پر ځای یې یو رښتینی خپلواک او ولسي کمیسون جوړوو.

 موږ پر نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو پر سیاسي دفتر، چې د انتقالي عدالت په پلي کولو کې یې د یوه مطرح لوري په توګه مسؤلیت درلود، غږ کوو چې د انتقالي عدالت په پلي کولو، د بشر ضد جنایتونو په تعقیب او د عدالت په ټینګښت کې د افغانانو تر شا په عملي ډول ودرېږي او خپل نړیوال مسوولیت ترسره کړي.

موږ غوښتنه کوو، چې د ټولو هغو کمیسونو چارې دې تعقیب شي، چې په تېر وخت کې د جنګي جنایتونو د څېړلو لپاره د حکومت یا نړیوالې ټولنې له خوا جوړ شوي او پایلې یې تر اوسه نیمګړې پاتې دي. په پنجوایي کې د امریکایي سرتېري بوږنوونکي جنایت، په کندز کې د تېلو پر ټانکر او پر ملکي روغتون د وروستۍ بمبارۍ په څېر په سلګونو پېښې دي چې ولس یې د څېړنو پایلو ته سترګې غړوي. - Read More at the - افغان ملي غورځنګ

د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت د لاريونوالو ګډه اعلامیه 

0 Comments:

Post a Comment

<< Home