taand - هیڅ غیرمسوول وسله وال کندوز ته د ننوتو حق نه لري
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني امر کړی چې هیڅ غیرمسوول وسله وال حق نه لري چې کندوز ته داخل شي.
ولسمشر غني دا خبره پرون /پنجشنبه/ د کندوز له یو شمېر مخورو سره په ارګ کې وروسته له دې وکړه چې د جمعیت ګوند یو شمېر مشرانو او قوماندانانو /چهارشنبه/ په پروان کې اعلان وکړ چې د کندوز د دفاع لپاره خپل وسله وال دغه ښار ته لېږي او د بلخ والي عطا محمد نور له بهر څخه په یوه ویدويي پیغام کې وویل چې د کندوز د دفاع لپاره به خپل کسان دغه ولایت ته ولېږي.
دا په داسي حال کې ده چې افغان امنیتي ځواکونه کندوز ته رسېدلي او طالبانو ته یې درنې مرګ ژوبلې اړولي دي.
ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل چې په کندوز کې به یوه پوځي فرقه جوړه کړي چې یو تورنجنرال به یې مشر وي.
ده همداراز وویل چې کندوز به د شمال ختیځ د پولیسو د زون په مرکز بدل شي.
د افغانستان ولسمشر همداراز وویل چې په کندوز کې امنیتي کمیسیون جوړ شوی او هیڅ غیرمسوول کس به کندوز ته د ننوتو اجازه نه لري.
ده وویل چې د کندوز ولایت د سقوط په تړاو پنځه تنه په مزارشریف کې نیول شوي او ژر به محاکمه شي.
ده ونه ویل چې نیول شوي کسان څوک دي.
ولسمشر غني په شېرخان بندر کې د بندو پاتې شویو په اړه وویل چې د هغوی د ملاتړ لپاره ځواکونه دغه بندر ته رسېدلي او اوس د هغوی اختیار دی چې چیري ځي. - Read More at taand
0 Comments:
Post a Comment
<< Home