Monday, October 12, 2015

azadiradio - ایوبي: یو شمېر وکیلان له وزیرانو څخه پيسې اخلي

دافغانستان دولسي جرګې یو غړی عبدالرحیم ایوبي وایي چې یو شمېر وکیلان له وزیرانو څخه پيسې اخلي او په هغوی په بېلابېلو پلمو فشارونه راولي.

عبدالرحیم ایوبي چې په دې جرګه کې دکندهار د خلکو استازی دی د دوشنبې ورځې عمومي غونډې ته وویل چې داستیضاح له هرې غوښتنې وروسته یو شمېر وکیلان له وزیرانو پيسې اخلي او دی به یې ډېر ژر نومونه افشا کړي. دولسي جرګې په دې عمومي غونډې کې د ښاغلي ایوبي دغو څرګندونو ځيني تند غبرګونونه وپارول او دې جرګې رییس پریکړه وکړه چې ښاغلی ایوبي باید په دې اړوند کره اسناد ډېر ژر دوی ته وسپاري. په ولسي جرګه کې د دوشنبې ورځې عمومي غونډه دیوڅه وخت لپاره وروسته له هغه لانجمنه شوه چې دکندهار دخلکو استازي عبدالرحیم ایوبي وویل چې ځيني وکیلان له وزیرانو څخه پیسې اخلي.

ښاغلي ایوبي وویل چې دولسي جرګې یو شمېر وکیلان له وزیرانو څخه په بېلابېلو پلمو او په خاصه توګه داستیضاح دنه عملي کولو په خاطر پیسې اخلي او پرهغوی فشار راوړي: (ایا نتیجه یې یواځې دا ده چې یو شمېر وکیلان سوء استفاده کوي. امتیاز ګیري کوي. وزیران تهدیدوي. ورځې کورونو ته پیسې ورنه اخلي. دهمدې لپاره استجواب دی. دهمدې لپاره استیضاح ده. دهمدې لپاره مجلس دی چې نتیجه یې منفي صفر وي. زه پرې خبر یم چې یو شمېر وکیلانو له وزیرانو څخه پيسې اخیستي دي او پر وزیرانو یې فشار اچولی دی.)

ښاغلي ایوبي وویل چې ډېر ژر به په ولسي جرګه کې دمطبوعاتو په وړاندې دهغو وکیلانو نومونه افشا کړي چې له وزیرانو څخه یې پیسې اخیستي دي.دکندهار دخلکو ددغه استازي یادو څرګندونو دیو شمېر وکیلانو تند غبرګونونه وپارول او دجرګې رئیس یې اړ کړل چې له ښاغلي ایوبي څخه دیادو تورونو په اړه کره اسناد وغواړي. دولسي جرګې رئیس عبدالرووف ابراهیمي له ښاغلي ایوبي څخه وغوښتل چې راتلونکې غونډې ته دې دهغو وکیلانو په اړه چې دی یې دپیسو په اخیستلو تورنوي کره اسناد وړاندې کړي: (ښاغلی ایوبي تاسو باید راتلونکې غونډې ته دخپلو همدغو څرګندونو په اړه مستند استناد راوړئ.راتلونکې غونډې کې به پریکړه وکړو دهغو کسانو په اړه چې اسناد یې وړاندې کړي چې چا پیسې اخیستي نو راتلونکې غونډه دشنبې په ورځ به خپله پریکړه ورباندې نیسو.) - Read More at azadiradio

ایوبي:یو شمېر وکیلان له وزیرانو څخه پيسې اخلي

0 Comments:

Post a Comment

<< Home