په نورستان کې په نشو روږدي کسان ورځ په ورځ زیاتیږي
دنورستان چارواکو اندېښنه ښودلی که پر نشو اخته سلګونه کسان تداوي نه شي، د روږدو شمېر به ډېر ژر زرګونو ته ورسيږي. تفصیل...
د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې یونیم زر ښځې او سړي په نشه يي توکو روږدي دي
د نورستان چارواکو په برګمټال ولسوالیو کې د شته یو نیم زرو نشه یانو په اړه اندېښنه ښودلې او وايي که یې تداوي ونشي زرګونه نور نورستانیان هم په چرسو او تاریاکو روږدي شي.
په دغه ولایت کې د نشه يي توکو پر وړاندې دمبارزې ادارې ویلي چې په برګمټال کې ګڼې مېرمنې هم پر نشه يي توکو روږدې شوي او کچه یې ورځ تر بلې په زیاتېدو ده.
د یادې ادارې رئیس مولوي هارون امریکا غږته وویل چې په سیمه کې نشه يي توکو ته په اسانۍ رسېده ددې لامل شوي تر څو دروږدېدا کچه خورا لوړه کړي.
هغه وویل"دکرکیلې ستونزه خو په برګمټال کې نشته دی ،خو ددغه توکو اخیستل او خرڅول ډېر دی او دبدخشان او پاکستان له لوري په اسانۍ سره دلته راوړل کېږي."
هغه وايي که څه هم په نورستان کې دکوکنار کر ډېر نه کېږي، خو بې کاري، بي سوادي او نا امني لامل شوې، چې ډېر خلک په تاریاکو او نورو نشو روږدي شي. - Read More
0 Comments:
Post a Comment
<< Home