ولسمشر غني: موږ پاکستان ته دسولې هیله لرله خو دوی دجنګ پیغامونه رالېږي
دافغانستان ولسمشر دوروستیو ورځو دبمي حملو په خاطر پر پاکستان نیوکې وکړې. ولسمشر محمد اشرف غني پرون /دوشنبه/ یوې خبری غونډې ته وویل:«وروستیو څو ورځو وښودله چې دانتحاریانو دروزنې کمپونه او دبم جوړولو فابریکې، چې زموږ خلک وژني، دپخوا په شان په پاکستان کې فعالې دي. موږ سولې ته هیله لرله خو دپاکستان له لوري دجنګ پیغامونه رالېږل کېږي.» ده دپاکستان له صدراعظم محمد نوازشریف سره دیکشنبې دورځې ټېلفوني خبرو ته اشاره وکړه، ویې ویل:«دپاکستان صدراعظم ته مې په ټېلفون کې وویل چې پ افغانستان کې تروریزم ته په هغه سترګه وګوري چې په پاکستان کې ورته ګوري. ما دپاکستان له حکومته وغوښتل چې که دشاه شهید ډله ییزه وژنه په اسلام آباد کې شوې وای اومسوولان (عاملان او طراحان) یې په افغانستان کې وای، زموږ په لویو ښارونو کې یې دفترونه او دروزنې کمپوږنه لرلی، تاسو به څه کړي و؟» - Read More
0 Comments:
Post a Comment
<< Home